روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د تاشکند په کنفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو د و زیر تاریخی وینا

رحمت الله فیضان

د افغانستان په اړه  د ازبکستان په تاشکند کې د دغه هیواد په کوربه توب د جولای په ۲۵مه یو ورځنی کنفرانس  جوړ شو په دغه کنفرانس کې د امریکا، بریتانیا او اروپایی ټولنې په ګډون د نژدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.، د افغانستان په نمایندګی په دغه کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزارت د وزیر ښاغلی مولوی امیرخان متقی په مشرۍ د مالیې د وزیر او نورو لوړ رتبه مامورینو په ملتیا برخه واخیسته ،غوندې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر په دوو پړاوونو کې خبری وکړې ښاغلی متقی د خپلو خبرو په لومړی پړاو کې د افغانستان او ازبکستان د مخینی او روابطو په اړه وینا وکړه او د ازبکستان جمهوریت له حکومت څخه د دغې ناستې د کوربه توب او د هیوادونو د استازو د رابللو له کبله  مننه وکړه ، همدا راز یې د افغانستان د اسلامی امارت د لاسته را وړنو ،سیاسی او نظامی مخالفینو ته د عفوی ، امنیتی  او اقتصادی موضوعاتو په باب خبری وکړی همدا راز ښاغلی متقی د خپلی وینا دوهم پړاو د مخدره موادو د کښت او تولید په باب ،د افغانستان د داخلی عوایدو د را ټلولو او مصرف په باب،د بشر د حقوقو ، لوړ زده کړو ،ټول ګډونه حکومت ،او له نړیوالو سره د تعامل په باب تاریځی وینا وکړه .

ښاغلی متقی د کوکنارو د کښت په اړه وویل: په ۲۰۰۰میلادی کال کی موږ په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته را ټیټ کړ خو په تیرو شلو کالو کې افغانستان په نړۍ کې د مخدره موادو اول نمبر تولیده وونکی هیواد شو ، اوس موږ بیا دکوکنارو کښت صفر ته را ټیټ کړی دی  د دې کار باید ستاینه وشی .

ښاغلی متقی په دې برخه کې له نړیوال ګیله وکړه چی موږ مخدره توکی صفر ته را ټیټ کړل خو هیچا له موږ سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته ونه کړه افغانستان یو بیچاره هیواد دی باید په دې برخه کې مرسته ورسره وشی .

د افغانستان د داخلی عواید په اړه ښاغلی متقی وویل: د افغانستان ټول عواید به پخوا د زور واکانو جیبو ته تلل خو اوس په منظم ډول را ټولیږی او د بانکونو له لاری د مامورینو معاشات له همدې عوایدو ورکول کیږی دا د روڼ شفافیت ښه مثال کیدای سی چی موږ په خپله کمزوری بودیجه او  عوایدو خپل نظام چلوو د دې هم باید ستاینه وشی .

په حقیقت  کې د بهرنیو چارو د وزیر دا خبره د اروپایې ټولنی استازی نکلانس د هغې خبری ځواب دی چی په کنفرانس کې یې ویلی و د افغانستان اقتصادی ستونزو هواری لپاره مهمه ده، چې طالبان په بودیجه کې شفافیت رامنځته کړی.

د بشری حقوقو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: د بشری حقوق په برخه کې ډیر پر مختګ شوی نور به هم کوشش کوو چی پر مختګ ولرو ، خو یو څه ته مو پام را اړه وم هغه دا چی د اګست د میایشتی له ۱۵می وړاندی به د ورځی دوه ،دری سوه انسانان وژکیدل ،زندانو ته به اچول کیدل ،اوله  لس زره کیلومتره څخه  لری یو څوک را غلی وو  زموږ په کورونو به یې چاپې اچولې  او زمونږ د بی دفاع ولس سپین ږیری ، ځوانان ، ماشومان او حتی میرمنی  یې ګوانتنامو ، بګرام او پل چرخی ته انتقاله ول ایا دا د بشر د حقوقو خلاف عمل نه وو ؟، نن چی موږ د قانون په چوکاټ کی غل ، مجرم او داعشی را نیسو دا بیا د بشر د حقوق خلاف ورزی ګڼل کیږی زما په آند دا له انصاف څخه لری ده ، هغوی چی موږ د بشر د حقوقو په نقض متهمه وی موږ ته دی ارقام او اسناد وړاندی کړی موږ به یې هرو مرو پوښتنه وکړو ، دا مهال موږ په افغانستان کې سیاسی بندی نه لرو موږ په ټول افغانستان کې ښځینه بندیانی نه لرو، موږ د افغانستان په ۴۲۵ ولسوالیو کې محاکم فعاله کړی دی  ترڅو کوم څوک پر چا ظلم او تیری ونه کړی دا په حقیقت د بشر د حقوقو ۴۲۵ کمیسونونه دی چی موږ فعاله کړی دی دا د بشر د حقوقو په برخه کې د پام وړ بهترین پر مختګ دی .

زموږ په هیواد کې که کومه بد امنی را منځته شوی وی دا دهغو  داعشیانو له لاسه ده چی موږ په جوزجان کې محاصره کړل خو د کابل د وخت اداری په هلیکوپترو کې کابل ته انتقال کړل او نجات یې ورته ورکړ .

د تاشکند په کنفرانس د ځینو لخوا د ټول شموله حکومت د تشکیل خبره هم را پورته شوی وه او داسی غوښتنه یې کړی چی  سرپرست حکومت دی افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړی چې په پراخه کچه د خلکو استازولی وکړی.

دې اعتراض ته هم ښاغلی متقی په کنفرانس دا ډول مفصل ځواب ور کړی : که د اشرف غنی حکومت ټول شموله وو نو یوازی اشرغنی او امرالله صالح تیښته وکړه نور خو ټول حکومت پر خپل ځای پاته شو پنځه سوه زرو مامورینو ته معاش ور کوو او له موږ سره کار کوی که د غنی حکومت ټول شموله وو نو زموږ دا ولی نه دی ؟، پرون په کابینه کې بدخشانی وزیر برخه درلوده نن یې هم لری پرون پنجشیری وزیر برخه درلوده نن یې هم لری پرون د فاریاب وزیر وو نن هم شته د کندهار ، ننګرهار ،لوګر کابل او پکتیا وزیران شته بیا نو ولی زموږ حکومت افغان شموله نه دی او د هغوی حکومت افغان شموله وو؟،  ایا په بن کې چی د لسو کسانو حکومت جوړ شو هغه افغان شموله وو ؟.

له موږ سره د ټول ولس ملاتړ دی او راسره  ولاړ دی او د همدې ولس په مټ افغانستان په یوولسو ورځو کې آزاد شو ایا دا ولسی ملاتړ نه دی ؟ ایا دا حکومت افغان شموله نه دی ؟دا چی اوس زموږ مخالفینو ته د مقاومت تر نامه لاندی پراخ تبلیغات کیږی ایا دا د افغانستان په چارو کې مداخله نه ده او بد امنی ته لمن وهل نه دی ؟راځئ په منفی اړخو کې قدم وانه خلو مثبتو کړنوته  ترجیح ورکړو او مثبت لور ته قدم واخلو یو له بل سره همکاری او تعامل وکړو .

د حکومت د ډول په اړه باید ووایم چی په تیرو څلویښتو کلونو کې داسی ماډل حکومت موږ ته را په ګوته کړئ چی موږ هماغه لار تعقیب کړو د کمونستانو حکومت ، د ربانی حکومت د کرزی او غنی حکومتونه ایا دا حکومتونه افغان شموله وو ؟تاسی ونه لیدل چی په انتخاباتو کې یې درغلۍ او وژنی وشوې او تاسی ونه لیدلی چی د انتخاباتو نتیجه به یې اووه میاشت وروسته را وتله ، د انتخاباتو له پایته رسیدو وروسته بیاهم د انتخاباتو نتایجو ته نه تسلیمیدل  بلکی جوړ جاړی یې سره کاوو .

د امنیت له ګاونډیو هیوادونو سره د روابطو په اړه ښاغلی متقی وویل: په افغانستان  کې د امریکا په ګډون  پنځوسو هیوادونو عملاحضور درلود ایا هغوی په دې ملک کې امنیت را وستی وو ؟، ایا د همسایه هیوادونو پولی خوندی وې ؟، ایا هغه وخت افغانانو شپه او ورځ سفر کولی شوای ؟،خو نن ورځ افغانان داخلی توریزم ته مخه کړی له یوې سیمی بلې سیمی ته آزادانه سفرونه کوی ، اوپه تیر و یوولسو میاشتو کې د هیڅ خارجی توریست مخی ته څوک نه دی دریدلی ، ایا په ملیاردونو ډالره بشری مرستی زمونږ وخت کې په شفاف ډول ونه وېشول شوې ؟،دې کار ته باید پاملرنه وشی او وستایل شی .

د تاشکند په کنفرانس د تعلیم خبره هم  را یاده شوی وه او ویل شوی وو چی اسلامی امارت دی زده کړو ته لاس رسی پراخ کې کړی ، په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزیر د کنفرانس ګدونوالو ته وویل: د لوړو زده کړو او عالی تحصیلاتو په برخه کې دا مهال ۱۴۱ شخصی پوهنتونونه ۳۹ دولتی پوهنتونونه چی شا وخوا څلور نیم سوه زره محصلین پکې زده کړی کوی په فعالیت بوخت دی ، د دې پر ځای چی زموږ د عالی تحصیلاتو وزیر ته ستاین لیک ورکړل شی برعکس په سفرونو یې بندیز ولګید ایا دا اوس د تعلیم ملاتړ دی که یې مخالفت ؟، په تیر رژیم کې د تعلیم او تحصیل ساحه ۳۰ سلنی اراضی ته غځیدلی  وه خو نن موږ د تعلیم او تحصیل اراضی سل سلنی ته وغځوله ، افغانستان کې دا مهال لس ملیونه شاګردان په زده کړو بوخت دی  چی باید مرسته ورسره وشی افغانستان د څلویښت کلنی جګړی له امله ډیرځپل شوی  باید د انصاف معامله ورسره وشی ،کوم اصلاحات چی نن موږ په ډیرو کمو امکانات را وستی دی ایا د اصلاحات په تیر رژیم کې وو ؟.

د عمومی عفوی په اړه ښاغلی مولوی امیرخان متقی د غونډی برخوالوته په ډاګه چی کله په ۲۰۰۱کال کې  امریکا او نا تو پر افغانستان یرغل وکړ زموږ د حکومت څو زره کسان چی دوی ته تسلیم شول په کانتینرو کې په شهادت ورسول شول ، هغه مهال زموږ یو عادی فرد هم د ژوند کولو حق نه در لود یابه ګوانتنامو او بګرام ته وړل کیده یا به وژل کیده او یا به له هیواد څخه تیښتی ته اړه کیده ، هغو کسانو چی شل کاله یې موږ ووژلو پر موږ یې چاپی واچولې بیا هم موږ دوی وبښل موږ د هغوی د  کورونو د امنیت ساتلو په موخه پهیرې کوو د هغوی ساتنه کوو ، هغوی ته مو د وزیرانو په کچه کمیسیون جوړ کړی او خپلو هیواد ته یې را دعوته وو ،عجیبه  ده بیا هم موږ د بشر د حقوقو مخالفین بلل کیږو او دوی د بشر د حقوقو مدافعین بلل کیږی دا ډیر ستر توپیر دی  .

د امریکا له لوری د افغانستان دملی سرمایې د کنګلتیا په اړه ښاغلی متقی وویل: نن زموږ سرمایه کنګل شوی بندیزونه را باندی لګول شوی کار او اصلاحات هم را څخه غواړی  دا داسی مثال لری لکه پر یو باغ چی اوبه بند شی او د باغ مالک ته وویل شی چی خپل باغ په ګیلاس اوبه کوه دا ډول کړنه عقیلانه نه ده  ، بس دی افغانان هم بشر دی ، ډیر و ځوریدل ډیر ووژل شول ډیر وربړول شول زندانونه پرې ډک شول مهاجرتونو ته اړ شول نور باید پر دې بشر رحم وشی راځی د فشار او تهمونو پر ځای همکاری سره وکړو ټولی دنیا ته مو غیږ خلاصه کړی ټولی نړۍ ته مو د مثبت تعامل وړاندیز کړی راشئ تعامل سره وکړو، افغانستان د آسیا زده دی که دا زړه په امن کې وو ټوله اسیا به په امن کې وی که آسیا په امن کی  وه نو ټوله دینا به  په امن کی وی .

د وینا په پای کې مولوی  امیرخان متقی ملګرو ملتونو او یوناما ته هم پیغام ورکړ او ورته یې وویل: موږ له ملګرو ملتونو او یو ناما څخه غوښتنه کوو چی د افغانستان حالات په خپلو سترګو ووینی زموږ د مخالفینو خولو ته مه ګورئ د منفی میډیا تر اغیز لاندی مه را ځئ د افغانستان حکومت ژمن حکومت او د افغانستان حالات یې کنټرول کړی دی ، دافغانستان خاوره نه د چا پر ضد استعمالیدلی شی او نه هم چاته اجازه ورکوو چی افغانان په اور کې و سیزی دا مو په عمل کې ثابته کړی هغو کسانو چی د ازبکستان په باب یې بد نیت درلود هغوی مو د خپلو اعمال په سزا رسولی دی .

 

ممکن است شما دوست داشته باشید