روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د تازه میوو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی وایی، چې پاکستان او هندوستان ته د افغانستان د تازه میوې صادرات روان دی.

دوی وایی چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایی که د روان کال ترپایه صادرات په همدې ډول ترسره شی، نو ښایی د هېواد بزګر او د تازه میوې سوداګر به د تازه میوو دا فصل په منظم ډول سره صادر کړی.

دوی زیاتوی چې سږ کال پاکستان هم د افغان صادراتو لپاره اسانتیاوې زیاتې کړی. بل لور ته بیا د افغانستان د تازه میوې صادرونکی وایی چې د تیر کال په پرتله د خټکیو محصولاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی. دوی وایی چې د بزګر مصارفو ته په کتو لا هم د خټکیو او انګورو قیمتونه ټیټ دی او مناسب مارکېټ لا هم د افغانستان تازه میوې ته نه دی پیدا شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید