روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بی بی سی او امریکا غږ د خپرونو له بندولو د افغان ولس هرکلی!

رسنی د فکری جګړې لومړنی سنګر بلل کېږی او کفر نړی د خپل تود سنګر په توګه تری ګټه پورته کوی.

رسنی د کفری نړی استعمار ساتلو کی رغنده رول لوبوی او د خپل استعمار او استکبار پایښت لپاره رسنیو څخه د لومړنی سنګر په توګه کار اخلی.

رسنی د یوې ټولنې کلتور لمنځه وړلو ، اسلامی روحی زیانمن ولو ، ځوانانو باندی اخلاقی فساد راوړولو ، ټولنی باندی غربی کلتور تطبیق ولو ، ژبنی ،مذهبی او قومی تعصباتو ته لمن وهلو لپاره کارول کیدی.

غربی نړی په ورته رسنیو بی ساری پانګونه کړې وه او تر زیاتی کچې زموږ د افغانی ټولنې کلتور ، عنعنات او عقیدوی ځواکمنتیا زیانمنه کړه. ښاغلو تاسو  فکر وکړی چی تیر نظام کی د رسنیو په پرده کوم ډول کلتور او عنعنات افغانی ټولنی ته وړاندی کیدل ، که چیری موږ افغانان غواړو ارامه ، سوکاله او پرمختللی ژوند ولرو باید د بهرنیو کړیو مخه ونیسو او پری نږدو ترڅو زموږ علمی ، کلتوری ، فرهنګی ، عقیدوی ، روحی او پوځی ډګر زیانمن کړی.

زه په خپل اند افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو رسنیو بندیز پریکړی هرکلی کوم او همدارنګه هیله لرم چی ټولو بهرنیو سنګرونو مخه ونیول شی.

د نوموړو رسنیو ګټه یوازی خارجی هېوادونو ته رسیدله ځکه چې سټیډیو او کار کوونکی  نوموړی هیواد کی شتون درلود او هدف یی زمونږ فکری سنګر اشغالول وه.

انجینر عبدالله دانش

ممکن است شما دوست داشته باشید