روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بیرغ په اړه…!

زموږ نیکونو د انګریز نیواکګر په وړاندی اتیا کاله مبارزه وکړه ، د استقلال اخستلو وروسته یې د وخت حاکم )غازی امان الله خان( په غوښتنه ځانګړی بیرغ ترتیب او په رسمی شکل د هیواد سمبول وګرزول.

په دې بیرغ کې درې رنګونه ځای په ځای شوی وو، چې د دریو مختلفو حالاتو انعکاس یې کاوه، توررنګ د انګریزی یرغل په معنی, سوررنګ د انګریز په وړاندی د جهاد او قرباۍیو په معنی او زرغون رنګ د ازادۍ او خپلواکۍ شعار وګڼل شو…

له دی وروسته دا )تور, سور , زرغون( بیرغ د هیواد سمبول او ارزښت یادیده, د دې بیرغ معنی دا وه چې دلته یو یرغلګر هیواد راغلی خو افغانانو یې په وړاندی مقاومت وکړ, قربانۍ یې ورکړې او بیرته یې د خپل هیواد واک او ځواک ترلاسه کړ…

له دې وړاندی افغانستان نور ویاړونه هم لرل چې د محمود غزنوی, احمدشاه ابدالی او میرویس -رحمهم الله تعالی- سرښندنې او ویاړونه یې د سر کرښې ګڼلای شو…

دوی هریوه د خپلو ځانګړتیاو په خاطر پخوانی سمبول بدل کړی دی او د وروستۍ لاسته راوړنې په پام کې نیولو سره یې وروستی سمبول د ملی په توګه ټاکلی دی؛

 د عقل غوښتنه هم دغسی ده او د نړۍ طبیعت هم دادی چې سردباسه سر شته او ویاړ دباسه ویاړ.

له ټولو پورته, اول او اخر بې سیاله ذات یواځی ﷲ ﷻ دی, په ﷲ ﷻ پسې بل نشته، نور نو یو د پاسه بل وی او ورستنی د ړومبنی ځای نیسی…

که داسی نه وای نو امان الله خان ته لازمه وه چې د ابدالیانو ملی سمبول إحیاء کړی، که امان الله خان افغانستان ته ازادی ترلاسه کړه خو ابدالی له سره د افغانستان تاسیس کړی دی.

او له هغه نه مخکې ابدالی ته به هم لازمه وه چې پرسر د محمود بیرغ ورپوی، که ابدالی د هند د مظلومانو نارې ته لبیک ویلی وو، خو محمود له هغه نه مخکی هند ته اذان رسولی وو, هغه لاره چې ابدالی ورباندی د مظلومانو مرستې ته ورتو محمود جوړه کړې وه …

لکه څنګه چې په هرو سلو کلونو کې په اسلام باندی مجدد راځی، همداسی په تاریخ کې هم وخت په وخت تجدید راځی…

زموږ په ګران هیواد افغانستان باندی د انګریز له شکست څو لسیزې وروسته شوروی راغی, هغه چې مخکی ایښی قدم یې د شاته کیدو نه و, ځکه خو یې په سیمه کې د پیل په نوم شهرت لرل…

خو افغانانو یې په وړاندی مقاومت وکړ, له ځانه یې عینی ماین جوړ, بدنونه یې ټوټه ټوټه شول خو دغه یاغی پیل یې د سحرایې چغال په څېر وځغلول…

د وخت د افغانانو دغه کارنامه د امان الله خان له هغې نه ډیره لویه او ارزښتمنه وه، د انګریز په ماتولو اتیا لسیزې وخت ووت، خو شوروی ځواک په څه باندی یوه لسیزه کې تار ومار شو …

هغه وخت د افغانستان یواځی بهرنی حیثیت ترلاسه شو خو دا وار افعانستان بالکل نوی د نړۍ نقشې ته بیا راڅرګند شو، لکه مړ چې را ژوندی شی …

لهذا مناسبه خو دا وه چې د انګریز نه د ازادۍ اخستلو آثار د شورویانو نه ازادۍ اخستلو لاندی کړی وای ، زموږ د ازادۍ لمانځلو ملی ورځ د شورویانو د وتلو ورځ اعلان شوې وای او زموږ ملی بیرغ هغه بیرغ ګڼل شوی وای چې د وخت د مسلمان او خپلواک حاکم تر نظارت لاندی افغان جرګې ټاکلی وای…

ضرور خو نه ده چې موږ به تر قیامته هغه ازادی لمانځو چې له انګریز نه مو ترلاسه کړې ده، موږ مغول هم شړلی دی خو د انګریز نه ازادی اخستونکو غازیانو هغه ویاړ د تاریخ پاڼو ته وسپارل…

بیا چې مو له انګریز وروسته شوروی ماته کړه نو باید همدغه ازادی مو لمانځلای او همدغه ورځ مو ملی ورځ وای, د همدغو غازیانو د لاس نښان مو ملی بیرغ وای…

خو متاسفانه چې د شوروی له ماتې وروسته موږ ملی حیثیت نه لرل, موږ ملی واکمن نه لرل او ملی نظام مو هم نه و, بلکی ملوک الطوائفی مسلطه وه، نظام مو تنظیمونو اندام اندام کړی و, نه مو خبره یوه وه او نه مو شرعی شورا جوړه کړای شوه…

هغه وه چې هرڅه مو د تاریخ صندوق ته ولویده او په عمل کې مو کومه ثمره ونه لیده …

خو د ﷲ ﷻ لوی فضل دا و چې د وخت یرغلګرو او د هغوی مزدورانو زموږ ملی ورځ او ملی بیرغ نه و یرغمل کړی, یواځی زموږ ځمکه او نظام یرغمل شوی وو …

خو دا وار چې په هیواد باندی غربی داړه مار ګونډ وواهه نو د هیواد د ځمکنی او هوایې حریمونو سربیره یې زموږ ارزښتونه او ملی سمبولونه هم یرغمل کړل

دوی او د دوی نوکرانو په ډیره بې شرمۍ د مطلق یرغل په فضاء کې هغې ازادۍ لمانځلو ته دوام ورکړ چې یواځی خارجی سیاست یې په غېږه کې ځای په ځای و.

دوی د ازادۍ سمبول )تور، سور، زرغون( بیرغ د یرغمل په توګه د یرغلګر بیرغ لاندی د ملی بیرغ په حیث ودرول او د غزاګانو بیرغ یې د سپی په شاباندی وټومبل!

زموږ ملی بیرغ په هغه ټانګ باندی رپیده چې شاته یې زموږ بریتور زلمیان د ازادۍ اخستلو په جرم تړل شوی او په عام سړک ورپسی مړژواندی کشیده!

د هغه عسکر په اوږه هم همدا بیرغ نقش و چې په لاس کې برچې یې د ازادۍ د شهید په تندی ګوزارونه کول!

زموږ د ازادۍ ملی ورځی لمانځلوته یرغلګرو امنیت نیول!

اوس چې یرغلګر تورمخی له هیواده ووتل, له تپل شوی نظامه غبرګ لاسونه په سرونو توبه ګار شول…

نو لازمه ده چې دا تاریخی مراحل د ملی ویاړونو په توګه وساتو, راتلونکو نسلونو ته د مغول, انګریز او شوروی د ماتولو ترڅنګ د امریکا په رهبرۍ د ټولې کفری مکارې نړۍ د ماتولو پیغام پریږدو…

نور نو باید د انګریز د ماتولو خبرې زړې سندرې وی او د تاریخ په کتابچو کې خوندی شی…

نور به مو د پیغلو او ځوانانو اتڼونه د امریکایانو مات اورمېږونه یادوی …

دغه د یرغلګرو سره مل پاتی شوی بیرغ به مو په زړونو مالګې نه دوړوی…

دلته باید داسی بیرغ ورپی چې زموږ اروحونو ته آرام ورکړی او د دښمن په سترګو د هغوی د اغزن تار په څېر وڅرخیږی..

د افغان لپاره لوی ذلت و چې ملی بیرغ یې یرغلګرو استعمالول او دوی ورته چکچکې کولې, پښتو متل دی چې وایې ” پوزپرېشوی که شرم لرلای چاقو به یې نه یادول” افغانان باید دغه ذلتونه بیا بیا رایاد نکړی; تور, سور، زرغون بیرغ به مخکی ویاړونه راکول خو اوس هغه د یرغل د وخت ذلتونه رایادوی او زموږ په ټنډه د شرم او پیغور داغ لګوی؛ البته د هغوی لپاره چې احساس ولری…

هغه زموږ بیرغ شهید شوی, شهیدان چا په جرګو مرکو نه دی ګرزولی, دا بیرغ باید د یو مظلوم شهید غوندی په جامو کې پټ کړو، تاریخی مزار ورباندی جوړ کړو او د تل لپاره یې خوندی وساتو…

افغانان به د راتلونکی لپاره په جګه شمله خپل غازی سمبول دروی, داسی بیرغ چې له رپ سره یې د بهرنیو یرغلګرو روانی ناروغان بغارې وهی او کړپ کړوپ یې د فرعونیانو مفاصل سستوی…

عبید الله رقیب

ممکن است شما دوست داشته باشید