روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بښنې نړیواله اداره: د افغان شتمنۍ په اړه د امریکا پرېکړه غیر عادلانه ده

د بښنې نړیوالې ادارې د افغان شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه غندلې ده. دغه ادارې په یوه رسمی خپره کړې اعلامیه کې ویلی چې د بایډن د ادارې دا پرېکړه غیر منطقی او غیر عادلانه ده. د بښنې نړیوالې ادارې ویلی چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه یو بشر ضد جنایت و، خو په دې جنایت کې هېڅ افغان لاس نه درلود. سرچینه وایی د یادو پېښو د قربانیانو لپاره باید عدالت تامین شی، خو له اصلی مسوولینو یې دې غرامت واخیستل شی، په داسې حال کې چې دا د ملکی او بېوزله افغانانو شتمنی ده. یاده اداره پر امریکا غږ کوی چې له داسې یوې بې منطقه او غیر عادلانه پرېکړې په شای او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو شتمنی بېرته دوی ته ور وګرځوی. د بښنې نړیوالې ادارې د بشری حقونو له فعالو نړیوالو ادارو هم غوښتی چې د افغانانو له حقونو دفاع وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید