روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقی:ټول افغانان باید د نظام او هېواد جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړی

شریعت: د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیرخان متقی هېواد ته د ځینو راستانه شویو افغان شخصیتونو سره کتلی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، امیرخان متقی په دې لیدنه کې ویلی، د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د افغانانو د خپل اختیار درلودونکی حکومت دی او هر څوک حق لری، چې ازاد او د عزت ژوند وکړی. نوموړی د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان د نظام او د هېواد جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړی.  امیر خان متقی ویلی، د اسلامی امارت مشرتابه تماس کمېسیون ته هدایت کړی، چې هېواد ته د راغوښتونکو کسانو امنیت ته پاملرنه وکړی او خپلې ژمنې ورسره عملی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید