روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوی امیر خان متقی ایران ته ورسېد

د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوی امیرخان متقی په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پرون شنبه د ایران په بلنه یاد هیواد ته تللی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی ویلی: په دې سفر کې به د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسی، اقتصادی، ټرانزیټی او د مهاجرینو اړوند مسایلو خبری وشی.

د ښاغلی بلخی په وینا؛ د یاد هیئت د سفر د چمتووالی غونډه کې په یو شمېر نورو مسائلو هم خبرې وشوې او تر بحث او څیړنو وروسته اجنډا ترتیب شوه.

ممکن است شما دوست داشته باشید