روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: ډېر ژر به نړۍ او د سیمې هېوادونه اسلامی امارت په رسمیت وپېژنی

د اسلامی امارت چارواکی وایی چې د سیمې او نړۍ هېوادونه به ډېر ژر د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژنی. د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی په یوه مرکه کې ویلی چې د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه به ډیر ژر د افغانستان د اسلامی امارت په رسمیت پېژندلو کې خپلې اقتصادی او سیاسی ګټې درک کړی او په دې برخه کې به اقدامات وکړی. ستانکزی یو ځل بیا نړیوالو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به یې پر خلاف ونه کارول شی، د نجونو پر زده کړو به ټول محدودیتونه پای ته ورسول شی او افغانستان به د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پر ډګر بدل شی. دا ټولې هغه غوښتنې دی چې نړیوال یې د افغانستان د اسلامی امارت په رسمیت پېژندلو لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کوی. ستانکزی له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید