روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: اسلامی امارت د ټاپی پروژې د پلی کېدا لپاره په بشپړ ډول چمتو دی

شریعت: د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزی سره په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلی خواجه عوضوف وکتل.

ښاغلی ستانکزی د افغانستان په تړاو د ترکمنستان له ناپېیلی او رغنده دریځ ستاینه او قدردانی وکړ او د دواړو هیوادونو اړیکې دوستانه او پر مشترکو ګټو ولاړې وبللې.

ده ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامی امارت د ټاپی پروژې د پلی کېدا لپاره په بشپړ ډول چمتو دی او په دې تړاو یې د وروستیو پرمختګونو هرکلی هم وکړ.

ستانکزی صاحب همداراز د ترکمنستان له سفیر وغوښتل چې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله په ترکمنستان کې د افغان محصلینو زده‌کړې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې وی، اوس په کار ده چې محصلین بېرته خپلو زده‌کړو ته وروګرځی.

د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف خوښی څرګنده کړه چې به افغانستان کې د نوی حکومت په راتګ سره د دواړو هېوادونو اړیکې د لا پیاوړتیا خواته روانې دی.

دغه راز نوموړی د افغان محصلینو د تعلیمی بهیر د بیا پیل په اړه معلومات ورکړل او د یو شمیر هغو محصلینو چې زده کړی یې پای ته رسیدلی د دیپلوم د اخیستلو لپاره ترکمنستان ته د تګ لپاره اماده ګی وښودله.

په دغه ناسته کې د ټاپی تر څنګ د ټاپ، رېل پټلۍ او قوشتېپې کانال په باب هم هراړخیزې خبرې وشوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید