روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت: خیریه موسسې دې سېلاب ځپلو سره بشری مرستې وکړی

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو له راوتلو او له امله یې د رامنځته شویو زیانونو په اړه د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو موسسو او هېوادونو څخه د سېلاب ځپلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت وایی، وروستیو سېلابونو خلکو ته ډېر مالی او ځانی زیانونه اړولی او مرستې ته اړتیا لری. د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په ټولو نړیوالو سازمانونو، خیریه موسسو او هیوادونو غږ کړی چې افغانستان کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره بیړنۍ بشری مرستې وکړی. د هېواد په ٢۶ ولایتونو کې د سېلابونو د احتمال په اړه د هوا پېژندنې ادارې له خبرداری وروسته، یو شمېر ولایتونه د سختو سېلابونو شاهدان وو چې په پایله کې یې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړلې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید