روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بنګله دیش اقتصادی وضعیت ته ځغلنده کتنه: افغانستان ته څو درسونه!

اسد مبارز

بنګله دیش له ۱۹۴۷ میلادی کال راهیسې د مشرقی پاکستان په نوم یادیده؛ ډیره حاصل خیزه خاوره لری او له همدې حاصلاتو به یوازې اوسنی پاکستان ګټه اخیستله او بنګله دیش ته یې کومه ګټه نه رسیده. د همدې دلیل سربېره د ژبنی تعصب له مخې د خپلمنځی جنګونو په پایله کې بنګله دیش په ۱۹۷۱ میلادی کال کې ځانته مستقل هیواد جوړ شو.

دا چې نوی هیواد جوړ شو نو د اقتصادی وضعیت بهبود لپاره یې لومړۍ کار دا وکړ چې نږدې ۸۵ سلنه خصوصی او صنعتی سکتور یې ملی (Nationalize) کړلې. دې کار سره یې خصوصی سکتور سخته ضربه ولیدله او حتی د یو راپور له مخې خو د شیخ مجیب الرحمان قتل تر شا هم د خصوصی سکتور او د آزاد بازار اقتصاد غوښتونکو ډلو لاس لرل تأییدوی.

څه وخت بعد یې پام شو چې اقتصادی وضعیت یې د دوه عُمده دلیلونو له وجې مخ پر ځوړ روان دی؛ یو د خصوصی سکتور ملی کیدل او دویم د مشتریانو له لورې د بانکونو پورونه نه أداینه (Non-Performing Loans). همدا وجه وه چې دوه ملی بانکونه یې بیرته خصوصی سکتور ته ورکړل او د دوه نورو خصوصی بانکونو رامنځته کولو پریکړه یې هم وکړه. له دې سره څنګ کې یې د وړو او متوسط کمپنیو (Small Medium Enterprise) ته توجه زیاته کړله؛ ټیکسونه یې پرې کم کړل، د کمپنیو جوړیدو قانونی مراحل یې آسانه کړل نو له هیواد بیرون خلکو هم  پانګونه وکړه؛ ډیرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوه.

ورو ورو بنګله دیش کې پرمختیایی کارونه زیات شول؛ تولیدات ډیر شول، خلکو ته کارونه پیدا شول او د صادراتو له وجې د پیسو راتګ هم پیل شول، بانکونو ته خلکو مخه کړله، هم به یې بانک کې پیسې ایښودې او هم به یې ترې پور اخیستل، داسې ښکاریدل چې بنګله دیش په جنوبی آسیا کې ستر اقتصادی هیواد کیدونکی دی، دا تر څو میاشتو وړاندې وخت معلومات دی چې د بنګله دیش د سړی سر عاید له انډیا هم ډیر دی چې دا یې د قوی اقتصاد نښه ده.

ولې د بنګله دیش اقتصاد ستونزو سره مخ شو؟!

د بنګله دیش اقتصادی پالیسیو د آسانتیا له وجې یوازې یو سکتور ګارمنټس (د کپړې، رخت، کالیو) سکتور بیخی زیات شول، صادراتو کې یې نږدې ۸۰ سلنه همدا ګارمنټس شامل وو. ددې تر شاه دلیل د کاټن پریمانه حاصل او د فایبر شتون وو. ددې دوو سربیره ارزانه کاریګر هم موجود وو نو ځینو خارجی پانکوالو هم دې سکتور کې پانګونه وکړله. ددې څو دلایلو سربیره یو بل دلیل چې ګارمنټس سکتور دومره ډیره وده وکړله د رچرډ نیلسن د MFA (Multi Fiber Agreement) هم وو چې له مخې یې هر هیواد ته د صادراتو اجناس معلوم شول؛ بنګله دیش ته پکې همدا ګارمنټس په برخه ورسیدل چې صادرولی یې شی. د ۱۹۹۹ کال تر پایه نږدې ۲۹۰۰ د ګارمنټس کارخانې فعالې وی او د بنګله دیش ټول اقتصاد یوازې په ګارمنټس ولاړ او تکیه وو؛ ورون بفیټ وایی چې هیڅکله هم ټولې هګۍ په یوه ټوکرۍ کې مه ږدئ. بنګله دیش سره همدا وشول، یو یې یوازې کارمنټس باندې اقتصاد تکیه وو او بل یې نږدې ۶۰ سلنه صادرات یوازې اروپا ته درلودل.

د روسیې او یوکراین له جنګ وروسته اروپا کې د پام وړ قیمتی (انفلاسیون) راغی؛ د انفلاسیون له وجې د یو راپور له مخې اروپا مېشتو خپلو مصارفو کې د پام وړ کموالی راوړی. د بنکله دیش ګارمنټس اوس ډیر څوک د انفلاسیون له وجې د مصرف کمولو په موخه نه اخلی. دې سره د بنګله دیش صادرات کمیدو له وجې د ډالرو راتګ کم شو، جاری حساب یې خساره کې شو او د تیلو وارداتو لپاره پرته له څو میاشتو ډیرې پیسې نلری، له همدې وجې یې د IMF قرض ته مخه کړه. فعلا پکې اقتصادی وضعیت ډیر خراب دی او داسې ښکاری چې لا ډیر خراب شی.

افغانستان د بنګله دیش له اقتصادی وضعیت څو درسونه زده کولی شی؛ لومړۍ دا چې خپل صادرات دې په یوه سکتور نه تکیه کوی لکه اوس چې تر ډیره د معدن او بالخصوص ذغالو په سکتور تکیه دی. باید وچو او تازه میوو په شمول، تازه سبزی، قالین، پلاستیک، کاغذ او نورو اجناسو صادراتو ته لار هواره کړی.

دویم درس چې افغانستان ته لری هغه یوازې په یوه هیواد د صادراتو تکیه ده چې باید دوام ونکړی، فعلا تر ۹۰ سلنه ډیر صادرات یوازې پاکستان ته کیږی چې تل د تورخم، بولدک او غلام خان بندر لارو بندیدو له وجې تازه میوه او سبزی خرابیږی او د سوداګر او دهقان په شمول صادرات متضرر کیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید