روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بند په کاسه کې اوبه ندی بی ځایه شوی

د کمال خان د بند ساتنه زموږ مسؤولیت دی، د بند په کاسه کې اوبه ندی بی ځایه شوی، دغه څرګندونی د نیمروز والی، ملا نجیب الله “رفیع” په داسی حال کې، چې مرستیال والی ملا محمد نبی”عثمانی” او د یوشمېر نورو ادارو مسؤولینو ورسره ملیتا کوله د کمال خان بند څخه د لیدنی پرمهال د رسنیو سره د خبرو پرمهال وکړی.

د نیمروز والی همدارنګه وویل، د وروستیو اورښتونو له امله د بند په کاسه کې ډیری اوبه ذخیره شوی او هیڅ بی ځایه شوی ندی.

ښاغلی رفیع همداراز زیاته کړه، د بند د پاته کارونو د بشپړولو سره سم د نیمروز، اوسیدونکی د دې اوبو څخه په سهې ډول ګټه اخیستلای شی.

د نیمروز والی، هېوادوالو ته یې د دې بند د امنیت د ټینګولو ډاډ هم ورکړ.

د کمال خان بند، د هېواد د مهمو بندونو څخه دی، چې د نیمروز ولایت په چهاربرجکی ولسوالۍ کې موقعیت او د زرنج ښار څخه ۹۵ کیلو متره واټن لری او کولای شی ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړی او  ۹ میګا واټه د بریښنا د تولید ظرفیت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید