روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بغلان په  ۹ ولسوالیو کې ۱۰ روغتیایی ټیمونو فعالیت پیل کړ

د بغلان روغتیایی مسوولین وایی، چې د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۱۰ روغتیایی ټیمونو فعالیت پیل کړ.

د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټرمسعود احمدی د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ټیمونه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالی لګښت او د ORCD موسسې په تخنیکی همکارۍ په هغو سیمو کې فعال شوی، چې خلکو یې روغتیایی خدماتو ته لاسرسی نه درلود او دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ وو.

احمدی زیاته کړه، چې یاد ۱۰ روغتیایی  ټیمونه د روان کلینیک په څېر روغتیایی تشکیل لری، چې په ګرځنډه ډول په لرې پرتو سیمو کې د ناروغانو درملنه کوی، چې له دوه میاشتو فعالیت وروسته به په ثابتو مرکزونه بدل شی.

د نوموړی په خبره، د دې ټیمونو په فعاله کېدو سره ۶۰ تنو روغتیایی کارکوونکو ته  د کار زمینه برابره شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید