روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بغلان لرې پرتو روغتیایی مرکزونو ته درمل او طبی وسایل ولېږل شول

شریعت: د بغلان د عامې روغتیا مسوولین وایی، چې د ژمی موسم له پیلېدو سره سم د بغلان په ۵ ولسوالیو کې ۸ روغتیایی مرکزونه، چې سختې لارې لری د ۵ میاشتو لپاره درمل او سون توکی ورکړل شول.

د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټر احمد مسعود احمدی وایی، چې دغه مرکزونه په خوست، بنو، برکه، جلگه او دوشی ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې فعالیت کوی. د نوموړی په خبره، مخکې له دې د واورې اورښت له امله د یادو مرکزونو ترانسپورټی لارې تړلې وې او د روغتیایی خدمتونو د رسولو مخه یې نیولې وه. د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د روغتیایی پرسونل په هلو ځلو د بغلان ٩٠ سلنه خلک روغتیایی خدمتونو ته لاسرسى
لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید