روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بشری حقونو څارونکی: پنټاګون باید د ملکی افغانانو د وژلو په اړه وضاحت ورکړی

د بشری حقونو د څار بنسټونه وایی پنټاګون دې په افغانستان کې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وضاحت ورکړی. د بشری حقونو د څار نړیوال بنسټ وایی، راپورونو دا مسئله کره کړه چې امریکایی ځواکونو په افغانستان کې په خپل وروستی هوایی برید کې ملکی وګړی وژلی دی. سرچینه وایی پنټاګون باید ددې ملکی وګړو د په نښه کولو او وژلو په اړه وضاحت ورکړی. دوی وایی په دې تړاو د پنټاګون چوپتیا د اندېښنې وړ ده. امریکایی ځواکونو په تېره اګسټ میاشت کې په کابل کې هوایی برید ترسره کړ چې له امله یې د یوې کورنۍ تر لسو پورې غړی ووژل شول. پنټاګون پخپله هم دا منلې چې برید پر ملکی وګړو شوی خو وایی په دې تړاو به کوم امریکایی پوځی محاکمه نه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید