روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بشری حقونو د څار اداره: افغانستان سره باید بشردوستانه مرستې ډېرې کړل شی

نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړی. د بشری حقونو د څار نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلی چې په افغانستان کې لوږه او بېوزلی د پراختیا په حال کې ده او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لری. ددغه نړیوالې ادراې یوې چارواکې هېدر بار په تازه مرکه کې ویلی نړیوالې ټولنې او د افغانستان نوی حکومت ته په کار ده چې د اقتصادی ودې لپاره په ګډه کار وکړی او روان بشری ناورین ته د پای ټکی کېږدی. د بشری حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلی چې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږی او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د ژمی تر را رسېدو مخکې د خلکو اړتیاوې پوره او ستونزې حل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید