روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د بدیو کیلی…!

محمد بن عبدالرحمان العریفی

ژباړه: عبدالرحیم راشد

یو نژدې ملګری می د ورور په شان وو، هغه تېره اونۍ په یوه پېښه کی مړ سو. له الله تعالی څخه غواړم، چی هغه په خپل مغفرت او رحمت کی شامل کړی؛ مګر اصلی ستونزه دا وه، چی زما د دغه ملګری له انټرنیټ سره ډېر سروکار وو او د غیر اخلاقی سایټونو او جنسی انځورونو سره ئې زیاته لېوالتیا وه.

تر هغه چی خپله ئې د غیر اخلاقی انځورونو یو سایټ جوړ کړی وو، چی ګڼ شمېر کسانو د ده سره یوځای سول. د مرګ وروسته می سوچ وکړ، چی په دې قبر کی به یې څه حال وی؟

ځینو خپلوانو ئې ژړل، له ځان سره می وویل: آیا د دوی ژړا به هغه ته ګټه ورسوی؟

ښخ مو کړ، قبر مو سره برابر کړ او بېرته ستانه سولو.

مور ئې په خوب کی لیدلی وو، چی کوچنیان د هغه پر قبر بولی کوی.

د دې خوب د تعبیر پوښتنه ئې کول، مګر بېچاره نه پوهېده، چی  څه خبره به وی. کله چی می خوب واورېدئ له ځان سره می وویل: دا خوب تعبیر ته ضرورت نه لری، معنی ئې واضحه ده.

دا کوچنیان هغه کسان دی، چی غیر اخلاقی انځورونه ورته لېږل کېده او هغوی هم دغه انځورونه نورو کسانو ته چی نه ئې پېژندل، لېږل.

څه لوی مصیبت دئ، چی د هغوی ګناه یې پر غاړه واخیستل.

د حدیث شریف مفهوم دئ “هر څوک چی د بدۍ لاری ته خلک دعوت کړی، څومره کسان چی د ده پیروی کوی د هغوی په شمېر ګناهونه به د ده پر غاړه وی او د هغوی د ګناهونو څخه به هم څه نه کمېږی.”

ډېره هڅه می وکړه، چی د هغه سره مرسته وکړم. هغه شرکت ته چی هغه سایټ ئې پرمخ وړی لیک می ولیکه، چی د هغه ګډون لغوه کړی. ورته ومی لیکل: هیله کوم، هغه مړ سوی دئ، مګر پاملرنه ئې ونه کړه.

کښینستم د هغه پر حال او وخت می سوچ کاوه، څومره به می هغه ته ویل: څنګه غواړې، چی د نورو ګناهونه خپل پر غاړه واخلې؟ څنګه غواړې چی د بدیو له پاره کیلی سې؟ څنګه غواړې، چی د هغو ګناهونه د قیامت په ورځ پر تا بار سی؟ مګر هغه زما خبرو ته توجه نه کول. فکر ئې کاوه، چی ځوان دئ باید خوشحاله واوسی. او دغه کارونه ئې یوازی د تفریح له پاره دی (په الله تعالی سره پناه غواړم)، څومره ځوانانو او نجونو به د ده په بد اخلاقه انځورونو باندی فحشا ته مخه کړې وی؟

هغه مړ سو… مګر د قیامت په ورځ به هر نظر چی ئې هغوی انځورونو ته کړی دئ او څومره کسانو چی د ده انځورونه ئې کتلی وی او هره فحشا چی د ده له امله منځته راغلې وی او ټوله انځورونه چی نورو خلکو د ده په وسیله خپاره کړی وی، د ټولو پوښتنه به ورڅخه کېږی.

نه پوهېږم، چی تر څه وخته به د نورو ګناهونه د ده پر اوږو اچول کېږی، مګر الله تعالی ته هیله لرم، چی هغه ته بخښنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید