روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د باطل ځپل هروخت ضروری دی!

قرآن مجید محمدی امت د یهودیانو او نصاراؤ له حاله خبر کړی چې هغوی علمی خیانت کړی ؤ، نو ګورئ چې تاسې یې ونګړئ- بلکی د خدای (ج) کتاب کې چې څه موجود او مذکور وی پرته له کمی زیاتی خلکوته په ډاګه بیان کړی- دهمدې مقصد لپاره په هر پېر کې کتاب لله د سهی عالمانو او د هغه د مضامینو او محتوی صفاصفا بیانوونکی رښتینو پوهانوته ضرورت دی- او څرنګه چې قرآن مجید قیامته پورې د هرې زمانې لپاره د هدایت صحیفه ده نو ځکه هغه کې د هر وخت لپاره د هدایت اولارښوونې پوره پوره سامان موجود دی چې دهغه تشریح کول دکامل فهم او پاخه ژور علم خاوندانو کاردی او همدغه شان بصیرت والا علماؤ ته قرآن مجید « اولو الالباب » یعنی پاخه علما وایی- چې په الهی آیتونو کې فکرو غور کوی او دهرې زمانې له غوښتنو سره سم د باطلو ځواکونو د ځپلو لپاره د لارښود کتاب نوی نوی اړخونه څیړی او الهی اسرار او حکمتونه یې په ګوته کوی ترڅو په هروخت کې دحق وینا اوچته وی- لکه چې دالله تعالی سنت او طریقه هم دغه شان ده چې همېشه د باطلو علومو او نظریاتو د ځپلو لپاره انبیاؤ ته بېلابېلې معجزې ورکوی او رالیږی یې کوم چې د خپلې زمانې د فتنو ډېر ښه مخنیوی کولای شی- خو اوس چې څه نوی دین او رسول نه راځی نوځکه په قرآن مجید کې ترقیامته پورې ګردو راتلونکو هر ډول فکری توپانو سره د مقابلې سامان اېښودل شوی دی- تر څو هغه د عصری علومو په مقابله کې هروخت برلاسی او کله هم لاندې رانه شی- لکه چې وایی:

ژباړه: دی هماغه دی چې خپل رسول یې له هدایت اورښتینی دین سره لېږلی څو په ګردو مذاهبویې برلاسی کړی او( په دې لړکې) دالله شهادت کافی دی. ( فتح:۲۸)

بل ځای داسې راغلی: ژباړه: ووایه حق راغی او باطل له منځه ولاړ، بې شکه چې باطل له منځه  تلونکی دی( بنی اسراییل: ۸۱)

همدارنګه یوبل ځای داسی وایی:

ژباړه: بلکې موږ د حق په ذریعه باطل وهو چې سریې ماتوی او دغسې یې زور اوبه او ختم شی( انبیاء:۱۸) ښکاره ده چې که حق مغلوب او باطل غالب شی  نو بیا خو الهی نظام متاثر او د الله تعالی مخلوق بې لارې کیږی- له همدې امله تل ترتله دحق غلبه او برلاسی په کارده- او که چېرې حق ( الهی دین) دهغوی ( کفارو) له هوسونو سره تابعداری ( او روغه جوړه) وکړی نو اسمانونه، ځمکه اوڅه چې په هغو کې دی، ټول به ګډو ډ خراب شی ( مؤمنون: ۷۱)

دپورتنو آیتونو له منشا او مقصد سره سم د حق پرمختګ او لوړتیا او د باطل کمزوری کولو لپاره ښکاره ده چې په علمی او فکر ډګرکې کارکول ضروری دی، چې بیاهم د اسلامی علماؤ ذمه واری ده- په حقیقت کې د حق داغلبه هم د فکر او نظریاتو په ډګرکې ضروری ده او هم په مادی او سیاسی ‌ډګرونو کې خوبیا له مادی او سیاسی ډګرونو دغه فکری او نظریاتی ډګر لازیات مهم دی ځکه په همدې سره مادی او سیاسی ډګرونه هم ترلاسه کیږی- او دا واقعیت دی چې څوپوری فکری نړۍ کې څه بدلون رانه شی تر هغو د سیاسی، اقتصادی او پوځی- ډګرونو تودولو لپاره د کارکوونکو مزاجونه او ذهنونه کله هم نه چمتو کیږی- او د سرښندنې جذبې هغه مهال راولاړیږی چې لومړی یې وینې په ځوښ راوستل شی او دا کار له نظریاتی او فکری بدلونه پرته امکان نه لری- او په دې کې هم شک نشته چې قومونه او ملتونه هغه مهال جهاد او قربانۍ ته چمتو کیږی چې لومړی دهغوی ذهنی صفایی و کړای شی، لکه چې په دې برخه  کې د صحابۀ کرامو بېلابېل واقعات ښې نمونې دی چې ترڅو یې عقل او ذهن صیقل نه شو، هغوی سرښندنې ته نه وو تیار- خو کله چې دهغوی زړونه او ذهنونه چمتو شول، بیانو هیڅ نړیوال ځواک دهغوی مخه ونه نیوله او د نړۍ دفاتحینو په توګه را څرګند شول- همدغه شان نن هم ددې ستر مقصد لپاره پوره هڅی ته  اړتیا ده او څو چې داسې ونه شی داسلامی امت و یښتابه هم امکان نه لری او داذمه واری هم ټوله دعلماؤ پرغاړه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید