روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اوکراین کړکېچ؛ تر دې دمه ۱،۷ میلیونه وګړی کډوال شوی

له اوکراین څه کم دوه میلیونه کسان تر دې دمه کډوال شوی دی. د کډوالو نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلی چې د اوکراین پر ښارونو له برید سره سم له دغه هېواد د وتونکو کسانو شمېر ډېر شوی دی. یاده اداره وایی چې تر دې دمه ۱،۷ میلیونه کسان له اوکراین کډوال شوی او هر ساعت زرګونه کسان پر دې شمېره ورزیاتېږی. د کډوالو نړیوالې ادارې په سیمه کې پر هېوادونو غږ کړی چې له اوکراینې وګړو سره مرسته وکړی او په دې سخت وضعیت کې دوی ته د ژوند زمینه برابره کړی او لاسنیوی یې وکړی. له دې سره جوخت راپورونه وایی چې اوکراین کې جګړه توده ده او روسیې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید