روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اوکراین جګړه او د اسرائیلو نا مالومه آینده

د تېرې سړې جګړې پر وخت شوروی او امریکا دواړه د اسرائیلو کلک ملاتړی او ملګری ؤ. د امریکا او شوروی تر منځ د اسرائیلو پر سر هېڅ اختلاف نه ؤ.

د امریکایانو د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې اسرائیلو د امریکا په بهرنی سیاست کې هغه لومړیتوب چې پخوا یې درلود له لاسه ورکړی. دا د اسرائیلو شتون لپاره لوی خطر دی. امریکایان او اسرائیل په دې له پخوا پوهېدل چې دا ورځ راتلونکې ده، همدې لپاره امریکایانو په منځنی ختیځ کې د اسرائیلو تطبیع او نورمالایزیشن پیل کړ. د تطبیع لامل دا ؤ چې اسرائیل وکولی شی پر امریکا له بسپنې پرته د سیمې په هیواونو کې ادغام شی او په سیمه ایز ډول عادی هیواد جوړ شی. بل اړخ ته روسیه په دې پوهېږی چې اسرائیل د اوکراین ستراتیژیک او عقیدوی ملګری دی. زلنسکی په خټه یهودی او د اسرائیلو مشهور لابی دی. بل اړخ ته د روسیې او ایران روابط اسرائیلو لپاره د خطر لوی زنګ دی. اسرائیل دغو روابطو ډېر وارخطا کړی ځکه چې که له منځنی ختیځ څخه امریکا وځی او یا نظامی شتون او مالی منابع کوی، په سیمه ایز ډول ایران له چین او روسیې سره د همکارۍ په نتیجه کې اسرائیلو ته سخت ګزار ورکولی شی. روسیه له ایران پرته د فلسطین د مقامت له پاړکو سره هم نږدې اړیکې لری. د ورسیې او OPEC نږدې اړیکې د اسرائیلو لپاره بل لوی خطر دی. د سعودی او امریکا اوسنی ټکر د اسرائیلو شتون لپاره بله لویه معضله ده. امریکا هېڅکله نه غواړی چې په منځنی ختیځ کې بلانس داسې برابر شی چې اسرائیل کوښه کړی خو چینایان او روسان په پوره انرژۍ د دې هدف لپاره کار کوی.  که امریکا غواړی چین او روسیې سره مزی راکاږی باید له منځنی ختیځه خپله لمنه راټوله کړی او پر انډو پېسېفیک او شرقی اروپا خپله خواری وکړی. که دا کېږی (چې نوې ستراتیژی همدا په ډاګه کوی) په منځنی ختیځ کې دغسې قوی شتون په خطر کې دی.  پای

ممکن است شما دوست داشته باشید