روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اوبو د مدیریت معنا څه ده؟

لیکنه: دېپلوم انجنیر امین الله احساس

موږ په یوه داسې زمانه کې ژوند کوو، چې د پانګوال نظم د بې خرته تولیداتو له امله اقلیم بدلون کړی دی او د نړۍ د اوبو له سختکمښت سره مخ شوې ده. افغانستان هم یوه داسې سیمه ده چې د اقلیم د بدلون له امله اغېزمنه شوې ده او په دې سره هم سطحی اوبه کمې شوې دی او هم تر ځمکه لاندې اوبه هر کال کمېږی. که دا حالت همداسې دوام وکړی، نو افغانستان به د اوبو د کمښت له امله له یوه لوی ناورین سره مخ شی، چې ناوړه عواقب به یې تر جګړې هم درانه وی.

له نېکه مرغه افغانستان د ۵۷ میلیارد متر مکعب کلنۍ سطحی اوبو ظرفیت لری او ۱۸ میلیارد متر مکعب تر ځمکه لاندې خوږو اوبو ظرفیت لری. مګر بنسټیزه ستونزه دا ده چې له ۵۷ میلیارد متر مکعب سطحی اوبو څخه تر دې مهاله یوازې ۳۰ سلنه استفاده کېږی او پاتې نورې اوبه زموږ ګاونډیو هېوادونو پرته له کوم امتیاز اخیستلو بهېږی. همداراز تر ځمکه لاندې خوږې اوبه چې یوه ارزښتمنه شتمنی ده، اوسمهال له بده مرغه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږی، چې دا په اوږدمهالې توګه یو سخت او نه جبرانېدونکی ناورین زېږوی.

همداراز افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو له امله ددې وخت پیدا نه کړ، چې خپلې اوبه مدیریت کړی او د خوراکی توکو او انرژۍ له امله پر خپل ځان متکی شی. اوس چې الحمدلله جګړه ختمه شوې ده، نو د اوبو د مدیریت بحث هم راپورته شوی دی، مګر په دې اړه باید یو واضح او روڼ انځور وړاندې شی، چې د اوبو مدیریت څه معنا لری او اوبه د څه لپاره مدیریت کړو. که څه هم دا یو پراخه بحث دی او په یوه مقاله کې یې راټولول ناشونی دی، خو بیا هم دلته غواړم په کلی توګه ورباندې یو څه ولیکم.

په اصل کې باید موږ لومړی د اوبو د سرچینو په اړه دقیقه تخینکی سروې ولرو او په ورته وخت کې د خپل هېواد د اړتیا وړ خوراکی توکو او انرژۍ محاسبه ولرو. په دې معنا چې په هېواد کې د اوبو سرچینې په کومو ځایونو کې دی او کرنیزه ځمکه چېرته ده. موږ هر کال څومره غذایی موادو ته اړتیا لرو او څومره انرژۍ ته اړتیا لرو.

اوسمهال د حکومتونو لپاره تر ټولو جدی موضوع پر خوراکی توکو او انرژۍ باندې تمرکز دی، یعنې یو هېواد باید ددې وړتیا ولری چې په کور د ننه د غلو او خوراکی توکو له اړخه پر ځای بسیا وی او نورو هېوادونو ته اړ نه شی او یا که اړ کېږی، نو دا اړتیا خورا کمه وی. همداراز د انرژۍ او برېښنا په برخه کې هم باید پر خپل ځان بسیا وی. مګر موږ په دې دواړو برخو کې په ګاونډیو هېوادونو باندې اتکا کوو او د خپلې اړتیا وړ غذایی مواد او برېښنا مو له ګاونډیو هېوادونو څخه تر لاسه کوو. همدا مو د کمزورۍ ټکی دی.

د یاولو وړ ده چې په یوه او بل ځای کې د یوه بند او دوو بندونو په جوړولو سره د اوبو مدیریت معنا نه شی افاده کېدلی. اسلامی امارت باید هغه سیمې چې د کرنې ظرفیت لری او هغه سیمې چې هلته کارخونې جوړې شی، مشخصې کړی او د یوه ستراتیژیک پلان پر بنسټ ورباندې پانګونه وکړی. په هغو ځایونو کې چې کرنیزې ځمکې دی او د ښه حاصل ورکولو وړتیا لری لومړیتوب ورکړی.

همدارنګه بله اساسی خبره دا ده چې د افغانستان اقلیم داسې دی، چې په هرو ۲۰ یا ۳۰ کلونو کې د وچکالۍ یو سایکل راځی او د وچکالۍ یاد سایکل له دوو تر پنځو کلونو پورې دوام کوی. نو افغانستان باید دومره اوبه په خپلو زېرمو (بندونو) کې ولری، چې تر پنځو کلونو پورې وچې نه شی. دغه زېرمې باید ددې وړتیا ولری چې پنځه کاله هم ټولې کرنیزې ځمکې اوبه کړی او هم ټولو  وګړو ته د څښن اوبه تامین کړی. ځکه که داسې ونه کړی، هم به خوراکی توکو له سخت کمښت سره مخ وو او هم به د داخلی بې ځایه کېدنې او کډوالۍ ناورین سره مخ وی.

نو ددغو موخو لپاره باید اسلامی امارت نه یوازې د اوبو او انرژۍ وزارت په کچه، بلکې د حکومت په عمومی کچه سټراټیژیکه برنامه جوړه کړی. د بېلګې په توګه اسلامی امارت ته په کار ده چې د امارت لومړی پنځه کاله ټوله پراختیایی برنامه او بودیجه د اوبو د بندونو جوړولو او کرنیزو ځمکو د چمتو کولو لپاره په پام کې ونیسی او کلنۍ پراختیایی بودیجې غوښنه او اساسی برخه همدغې برخې ته ځانګړې کړی.

نو هر کله مو چې خپلې سطحی اوبه په دومره کچه زېرمه کړای شوی، چې افغانستان د غذایی توکو له اړخه پر ځان بسیا شو او د ټولو وګړو لپاره مو کافی اندازه خوراکی توکی تامین کړل، نو بیا ویلی شو چې اوبه مو مدیریت کړی دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید