روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د انتخاباتـو کمېسـیون د ولسمـشریزو رأیـو د بیا شمېرنې لپاره چمتووالی وښود

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د رأیو د بیا شمېرنې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، له تخنیکی اړخه دا ممکنه ده چې د لړم په ۲۳ مه د ولسمشری انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شی.

د دې کمېسیون یو کمیشنر اورنګزیب د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د پایلو د اعلان تر څنګ کمېسیون د رأیو بیا شمېرنې لپاره هم بشپړ چمتووالی نیولی دی. دی وایی: “له تخنیکی اړخه زه کومه ستونزه نه ګورم چې لومړنۍ پایلې دې په خپل وخت اعلان نشی او د یو شمېر مراکزو د رأیو بیا شمېرنې لپاره کمېسیون چمتو دی او دغه بیا شمېرنه تر دوه یا درېیو ورځو پورې ترسره کولی شی.”

د ښاغلی اورنګزیب په خبره، هغه تخنیکی پوښتنې چې د راپور اړوند درملوګ کمپنۍ ته سپارل شوې وې، ځوابونه یې کمېسیون ته رسېدلی چې کمېسیون به یې په اړه تر تخنیکی بحث وروسته د یکشنبې په ورځ معلومات له ولس سره شریک کړی.

خو په ځنډ سره د درملوګ کمپنۍ له لوری کمېسیون ته د بایومټریک رأیو راپور سپارل، په راپور کې تخنیکی ستونزې او د کمېسیون د کارونو سستوالی داسې اندېښنې را ولاړې کړې چې ممکن نوی انتخاباتی مهالوېش هم تر پښو لاندې شی.د افغانستان د ازادو اوعالانه انتخاباتو بنسټ 

اجرائیوی رئیس یوسف رشید ازادی راډیو ته وویل: “تجربو ته په کتو کمېسیون په خپلو ژمنو او کارونو کې پاتې راغلی، که دا ځل یې له تېرو ښه زده کړه کړې وی او خپل کار په ښه توګه مدیریت کړی، تمه شته، خو ستونزې او خنډونه شته، کېدای شی د عقرب په ۲۳مه د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان نه شی کړای.” ښاغلی رشید ټینګار کوی چې کمېسیون باید د غوره پلان پر بنسټ خپلې سرچینې ښې مدیریت او د شکمنو صندقونو د څېړنې په هدف خپل پلاوی ډېر ژر ولایتونو ته ولېږی.

د جمهوری ریاست انتخابات د روان کال د میزان په ۶مه ترسره شول، د پخوانی انتخاباتی مهالویش سره سم، ټاکل شوې وه چې لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه او وروستۍ هغه د عقرب په ۱۶مه اعلان شی، خو کمېسیون په دې کار کې پاتې راغی. اوس له نوی انتخاباتی مهالویش سره سم کمېسیون ژمنه کړې چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۲۳مه او وروستۍ به یې د قوس په ۱۵مه نېټه اعلانوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید