روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ام حبیبې بنت ابوسفیان په نکاح کول

لیکنه: محمود شلبی  /  ژباړه: محمد علی عظمت / پنځوسمه برخه

ام حبیبه رضی الله عنها وایی: کله چې زه په حبشه کې وم، د نجاشی له استازیو پرته په بل څه نه یم پوه شوې، یوه وینځه وه، چې ابرهه یې بلله، هغې له ما اجازه وغوښتله، نو ما هم اجازه ورکړه، بیا هغې وویل: پاچا تا ته وایی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته لیک لیکلی، څو تا هغه ته ور په نکاح کړم.

نو ما ورته وویل: الله جل جلاله دې د خیر زېری درباندې وکړی.

او هغې وویل: تا ته پاچا وایی، وکیل ونیسه چې تا ور په نکاح کړی.

(ام حبیبه) وایی: ما خالد بن سعید بن عاص ته پېغام ولېږه او هغه مې وکیل ونیو او ابرهه ته مې د سپینو زرو دوه بنګړی ورکړل او همداشان مې هغې ته د خوښۍ له امله د سپینو زرو ګوتې هم ورکړې، ځکه چې هغې زېری را باندې کړی و.

بیا کله چې ماخوستن شو، پاچا نجاشی حضرت جعفر رضی الله عنه اونورو مسلمانانو ته، چې هلته موجود وو، امر وکړ څو ور حاضی شی.

او نجاشی خطبه وویله او وینا یې وکړه:

الحمدلله، الملک القدوس المومن العزیز الجبار، و اشهر ان لا اله الا الله و ان محمدا عبده و رسوله، و أنه الذی بشر بن عیسی بن مریم.

او له دې وروسته… بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وغوښتل، چې ام حبیبه د ابوسفیان لور ده ته ور په نکاح کړم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د څه غوښتنه کړې وه، ما هغه ومنله او بېشکه زه هغې ته څلور سوه دینا مُهر ورکوم.

بیا ده غه دینارونه د خلکو په وړاندې کېښودل.

وروسته خالد بن سعید خبرې وکړې، نو ویې ویل: … اما بعد! رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د څه غوښتنه کړې وه، ما هغه پر ځای کړه او ام حبیبه بنت ابوسفیان مې هغه ته ور په نکاح کړه، نو الله جل جلاله دې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مبارکه او بختوره کړی.

او نجاشی هغه دینارونه خالد بن سعید رضی الله عنه ته ورکړل، چې هغه هم قبضه کړل (واخیستل).

بیا مسلمانانو اراده وکړه چې پاڅیږی، نو هغه ورته وویل: کېنئ، بېشکه د انبیاو علیهم السلام له سُنتو څخه دا دی، کله چې هغوی نکاح وکړی، په دې یې خلکو ته خواړه ورکړی، بیا یې ډوډۍ را وغوښتله، نو هغوی وخوړله او بیا لاړل.

د زینب بنت جحش ودول

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت په پنځم کال د ذوالقعدې میاشت کې د بنوقریظه له غزا وروسته، هغه په نکاح کړه.

او له ده مخکې هغه د ده د غلام (زید بن حارثه رضی الله عنه) په نکاح کې وه. له زید سره یې نژدې یو کال تېر کړ، بیا د دوی ترمنځ اختلافات را ولاړ شو، نو د هغې خاوند رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت راوړ، نو هغه (صلی الله علیه وسلم) به ده ته ویل: له الله جل جلاله ووېرېږه او خپله مېرمن دې په نکاح کې وساته.

بیا زید هغه طلاقه کړه… کله چې د هغې عدت تېر (پوره) شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته پېغام ور ولېږه، د ځان لپاره یې غوښتله، وروسته یې هغه په نکاح کړه.

د هغې د واده په سهار د حجاب نازلېدل

او د حجاب (پردې) نازلېدل په همدې واده کې ترسره شول، د هغې د خوندیتابه او د هغې د نورو خویندو (امهات المومنین) د خوندیتابه لپاره.

له انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی، وایی: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زینب بنت جحش رضی الله عنها په نکاح کړه، مسلمانان یې را وبلل، نو هغو ډوډۍ وخوړه او کېناستل، خبرې یې کولې، نو هغه د پاڅېدو لپاره چمتو شو، خو دوی اوچت نه شول، نو کله چې ده دا ولیده پاڅېده، چې دی اوچت شو، چې د چا د تللو اراده وه، هغه هم اوچت شول او درې کسان کېناستل. او رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، څو ننوځی، خو که ګوری چې ځینې کسان لا ناست وو، بیا هغوی پاڅېدل، لاړل. زه راغلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم مې خبر کړ، چې هغوی لاړل، نو دی راغی ننوت، بیا زه هم روان شوم، چې ننوځم ، نو زما او د ده ترمنځ یې پرده واچوله، بیا الله جل جلاله دا نازل کړل: [یٰٓاَیُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتَ النَّبِیِّ …] (بخاری)

او هغه آیتونه دا دی: [یٰٓاَیُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتَ النَّبِیِّ اِلَّآ اَنْ یُّؤْذَنَ لَکُمْ اِلٰی طَعَامٍ غَیْرَ نٰظِرِیْنَ اِنڀٰھُﺫ وَلٰکِنْ اِذَا دُعِیْتُمْ فَادْخُلُوْا فَاِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوْا وَلَا مُسْتَاْنِسِیْنَ لِحَدِیْثٍﺚ اِنَّ ذٰلِکُمْ کَانَ یُؤْذِی النَّبِیَّ فَیَسْتَحْی۪ مِنْکُمْﺑ وَاللہُ لَا یَسْتَحْی۪ مِنَ الْحَقِّﺚ وَاِذَا سَاَلْتُمُوْھُنَّ مَتَاعًا فَسْئَلُوْھُنَّ مِنْ وَّرَا۬ئِ حِجَابٍﺚ ذٰلِکُمْ اَطْھَرُ لِقُلُوْبِکُمْ وَقُلُوْبِھِنَّﺚ وَمَا کَانَ لَکُمْ اَنْ تُؤْذُوْا رَسُوْلَ اللہِ وَلَآ اَنْ تَنْکِحُوْٓا اَزْوَاجَھ۫ مِنْۭ بَعْدِھ۪ٓ اَبَدًاﺚ اِنَّ ذٰلِکُمْ کَانَ عِنْدَ اللہِ عَظِیْمًاﮄ]

ژباړه: اې مومنانو د نبی کریم صلی الله علیه وسلم کورونو ته (له اجازې پرته) مه ننوځئ، خو دا چې تاسو ته د خوراک لپاره اجازه درکړل شی. او هغه هم په دې ډول، چې د خوراک د پخېدو په انتظار به نه کېنئ، خو که تاسو وبلل شوی، نو ور ننوځئ، بیا چې کله مو خوراک وکړ، نو په خپله خپله لار ځئ او د خبرو لپاره کرار مه کېنئ. حقیقت دا دی، چې په دې سره نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته تکلیف رسیږی او هغه تاسو ته (له ویلو) شرمیږی. او الله جل جلاله په حق خبره کې له چا څخه نه شرمیږی. او تاسو چې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم له بیبیانو څخه څه غواړئ، نو د پردې له شا یې ترې غواړئ. دا طریقه ستاسو د زړونو لپاره هم او د هغو د زړونو لپاره هم ډېره د پاک ساتلو وسیله ده. او تاسو ته دا نه دی جائز، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تکلیف ورسوئ او نه دا روا ده، چې له هغه نه وروسته د هغه بیبیانې کله هم په نکاح کړی. دا د الله جل جلاله په نزد ډېره ستره (د ګناه) خبره ده. د احزاب سورت (۵۳) آیتونه.

ممکن است شما دوست داشته باشید