روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امر بالمعروف د ازله منکارتو رئیس: مجاهدین مسؤلیت لری چې د خلکو د مال او ځان حفاظت وکړی

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو وزارت د ازاله منکراتو ریئس ښاغلی مولوی رازمحمد د استخباراتو عمومی او لسم ریاست له منسوبینو سره په لیدنه کې وویل : د شهیدانو د وینو په خاطر له خلکو سره ښه چلند وکړئ او کورونه په خپل سر مه تلاشی کوئ.

د ازاله منکراتو ریس په دې غونډه کې د مجاهدینو له قربانیو څخه نېکه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چا چې خپل شیرین ځان د خدای د رضا لپاره قربانی کړ د تقوا په هغه لوړو درجو کې قرار لری، هغوی له خپل ځان او مال څخه تېر شول، تر څو هېواد مو له اشغال او اشغالګرو څخه خلاص کړی.

ښاغلی مولوی رازمحمد د جهاد په بریا کې یې د خلکو مرسته مهمه وبلله او ویې ویل: مجاهدین د خلکو د مال او عزت ساتونکی دی او له ډاډمنو اسنادو پرته دې، د خلکو د کورونو پلټنه نه کوی، ځکه دغه خلکو له مجاهدینو سره دا شل کاله جهاد کې مادی او معنوی مرسته کړې ده.

د ازله منکراتو ریئس د یادو ریاستونو له نظامی منسوبینو وغوښتل چې خپلو مسؤلیتنو ته دې پام کوی، د خلکو حق کې دې تېری نه کوی، ځکه چې خلکو ته خدمت کول د غوره عبادتونو څخه دی، ده همداسې شریعت او امنیت یو د بل لازم او ملزوم وګڼل او تاکید یې وکړ، چې شریعت هلته پلی کېدای شی چې قوانین رعایت کیږی.

د دې لیدنې په پای کې مولوی رازمحمد د امربالمعروف وزارت توصیې یادو ریاستونو منسوبینو ته بیان کړې، ویې ویل چې: باید خپل صورت او سیرت په سنتو برابر کړی، په خپلو صفونو کې کم عمره او بې  ږیرې هلکانو ته اجازه ورنکړی، د تېرې ادارې له نظامی او ملکی مامورینو سره نیک چلند وکړی او همداشان د محکمو په فیصلو کې له مداخلې کولو ځان وساتی، که نه له مجازاتو سره به مخ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید