روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امریکا په کېنټاکی ایالت کې سېلابونو ۳۷ کسان وژلی دی

د امریکا په سویل ختېځ کېنټاکی ایالت کې سېلابونو لږترلږه ۳۷ کسان وژلی دی. دا سیلابونه په کېنټاکی ایالت کې له څو ورځو پرله پسې اورښتونو وروسته را وتلی دی. راپورونو کې ویل شوی چې په وژل شویو کې لږ تر لږه شپږ ماشومان هم شامل دی چې څلور یې د یوې کورنۍ غړی دی. د کېنټاکی والی انډی بېشیېر ویلی چې د سیلابونو د قربانیانو شمېر لوړېدای شی، ځکه په سلګونو نور کسان نادرکه دی چې ژغورونکو ډلو یې د موندلو عملیات پیل کړی دی. په دغه ایالت کې د سیلابونو له کبله پر ځانی تلفاتو سربېره درانه مالی زیانونه هم اوښتی او پر ‍۱۲ زرو کورنیو برېښنا پرې شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید