روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امریکا ولسمشر جوبایډن ته ننګ پکار دی!

لیکنه: سمیع الله

د بهرنیانو له خو د تپل شوی نظام تر نسکوریدو او د افغانستان اسلامی امارت تر حاکمیت وروسته د امریکا حکومت د افغانستان د پیسو زیرمې کنګل کړې او په تعقیب یې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د دې پیسو یوه برخه به یې د امریکا د سپټمبر یولسم پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکوی او یوه برخه به یې افغانانو سره د بشری مرستو په برخه کی مصرفیږی هغه به هم د افغان حکومت په واک کی به نه ورکول کیږی!! پیسې د افغانانو خو واک یې د امریکایانو! په بشپړه توګه یوه نوې او د ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کی یو غیر اخلاقی او غیر انسانی عمل دی او افغان ولس سره ښکاره او ظالمانه دښمنی ده، د سپټمبر یولسم پېښه په هیڅ صورت نه افغانانو پورې تړاو لری، نه د افغانانو لاس وو پکې، افغانان نه په مستقیم او نه هم په غیر مستقیم ډول پدې پېښه کی ښکیل وو، طراحان، ملاتړ کوونکی، لارښوونکی یې او د دې پېښې ترسره کوونکی ټول امریکایان وو یا اصلی امریکایی اتباع او یا هم داسې څوک وو چی د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی وو په ټوله کی ویلی شو چی دا پېښه له هیڅ اړخه په افغانانو پورې تړاو نلری.

خو د دې سره سره بیا هم د امریکا ولسمشر بایډن په مکرره توګه هڅه کوی چی د افغانانو د پیسو له زیرمو څخه د یولسم سپټمبر د پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه یوه ستره برخه پیسې و ویشی خو د قربانیانو کورنۍ په میړانه او شهامت سره د خپل ولسمشر پریکړه ردوی او وایی چی دا پیسې د یو فقیر او بیچاره هېواد د خلکو پیسی دی موږ په هیڅ صورت دا پیسې نه اخلو؛ موږ ټول افغان ولس د یولسم سپټمبر پېښې د قربانیانو د کورنیو د دا ډول مخلصانه پریکړې هرکلی کوو او کور ودانی ورته وایو چی د واقعیتونو په رڼا کی مو د خپل ولسمشر د ظالمانه پرېکړې پر وړاندې نېک غبرګون و ښودلو او افغان ولس سره مو خپله خواخوږی څرګنده کړه، تازه د نیویارک محکمې د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان بانک له کنګل شویو پیسو څخه د غرامت ورکولو غوښتنه رد کړه، امریکایی ولسمشر بایډن ته همدا بسنه کوی او په مخ یې درنه څپیړه ده چی ولس او محکمه یې فرمان ردوی،  د امریکا حکومت او ولسمشر یې ملامت ندئ که هرڅوک د دوی پرځای وای نو خامخا به یې دا ډول له کینې ډکه او خندونکې پریکړه کوله ځکه امریکا او ۵۲ ملاتړو یې په افغانستان کی تر شل کلن جنګ وروسته تاریخی او شرمناکه ماتې وخوړه، د امریکا حیثیت ته په داخلی او نړیواله سطحه سخته صدمه ورسیدله، له شرمناکې ماتې وروسته د توجیه لپاره هیڅ نلری چی خپلو ولسونو او خپلو نړیوالو ملاتړو ته یې د قناعت په توګه وړاندې کړی.

امریکایی ولسمشر جوبایډن هڅه کوله چی د افغانستان بانک له کنګل شویو زیرمو څخه د سپټمبر د۱۱مې پېښې قربانیانو ته د غرامت په ورکولو سره به د امریکایی ولس ملاتړ ترلاسه کړی او پدې کار سره به خپله شرمناکه ماتې پټه کړی خو د یادې پېښې قربانیانو خپل شجاعت څرګند کړ، چی موږ د یو ناتوانه ولس کنګل شوې پیسې د غرامت په توګه نه اخلو همدارنګه د نیویارک محکمې هم د بایډن دا پریکړه رد کړه؛ د نړۍ د یو ستر زبر ځواک هېواد ولسمشر ته ننګ پکار دی چی د یو مظلوم او فقیر هېواد د پیسو زیرمې کنګل کوی او بیا یې د داسې پېښې د قربانیانو په کورنیو د غرامت په ډول ویشی، ټول شواهد او مدارک دا څرګندوی چی دا کار دوی پخپله ترسره کړی وو، که بیا هم د امریکا حکومت ډیر فقیر او بیچاره شوی وی موږ افغان ولس کولای شو چی د سپټمبر ۱۱مې د پیښې قربانیانو ته پخپل هېواد کی چنده او دوی سره نقدی مرسته وکړو، موږ افغانان که څونه هم ناتوانه او فقیر شو خو شجاعت او غیرت له لاسه نه ورکوو. په تېرو شلو کلونو کی د امریکا او متحدینو له خوا یې په لکونو انسانان و وژل شول، په زرګونو معلول شول، زرګونه کورونه ړنګ شول، په سلګونو او زرګونو ماشومان د جګړو له امله له زده کړو څخه محروم شول او له اقتصادی اړخه د هېواد اویا (۷۰٪) وګړی وروسته پاتې شول نه پوخ سړک لری، نه روغتون، نه ښوونځی، نه پوهنتون په ټوله کی ویلی شو چی د ژوند له ټولو سهولتونو محروم پاتې شول او په لس ګونو میلیارده ډالر زیان یې افغان ولس ته واړولو، امریکا او متحدین یې باید پدې پوه شی چی افغانان د شل کلن اشغال په دوران کی د دوی له اړخه د اوښتونکو زیانونو غرامت چی میلیاردونو ډالرو ته رسیږی غوښتونکی دی او باید امریکا او متحدین یې دا غرامت افغانانو ته ورکړی؛ امریکایی چارواکو ته وایو؛ دا موږ نه بلکه تاسو یاست چی موږ ته به ستاسو له خوا د رسیدلو زیانونو غرامت راکول کیږی، ځکه تاسو زموږ په خاوره تېری کړی وو او زموږ هېواد مو اشغال کړی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید