روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امریکا د هوایی برید په غبرګون کې د اسلامی امارت ویاند:د امریکا د هوایی برید  په کلکو ټکو غندو او دا ډول کړنې به ناوړه پایلې ولری

شریعت: د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړه، چې د روان ۱۴۴۴ هجری قمری کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه نېټه د کابل ښار د شېرپور سیمې پر استوګنځی هوایی برید امریکا کړی دی.

نوموړی څرګنده کړې، چې د دې برید بڼه په لومړیو کې ناڅرګنده وه؛ خو امنیتی او استخباراتی ارګانونو د پېښې پلټنه وکړه او په خپلو لومړنیو څېړنو کې یې دا وموندله، چې یاد برید د امریکا څارګرې یا بې پیلوته الوتکې ترسره کړی دی.

ښاغلی ذبیح الله مجاهد په خپلو تویتونو کې څرګنده کړې؛ دا برید که په هره پلمه شوی وی حکومت یې پر کلکو ټکو غندی او له نړیوالو اصولو او د دوحې له تړون ښکاره سرغړونه یې بولی.

ښاغلی مجاهد په ډاګه کړې؛ دا ډول کړنې د تېرو شل کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی، چې د دا ډول کړنو تکرار به دواړو لوریو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړی او ناوړه پایلې به ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید