روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اقتصادی کمیسیون پریکړه: د پانګې اچونې په برخه کې د برښنا تولید ته لومړیتوب ورکړل شو

شریعت: د ریاست‌الوزراء د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند په مشرۍ اقتصادی کمېسیون پر ټولو هغو مواردو تر مفصلو بحثونو وروسته، چې خصوصی سکتور پکې پانګونې ته چمتو دی؛ د برښنا تولید ته لومړیتوب ورکړ. دغه کمېسیون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ د کانونو او پترولیم وزارت، سوداګرۍ او صنعت وزارت، د صنعت او معدن او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونو ته دنده ورکړه، څو د ډبرو له سکرو څخه د برښنا د تولید په برخه کې صنعتی پارکونو، لویو ښارونو او دې ته ورته ساحو کې د ډبرو سکرو حجم او د برښنا اړتیا ته په کتو په ګډه لومړیتوبونه معلوم او وروسته په یاده برخه کې عملاً کار پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید