روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اقتصادی ځان بساینې لپاره باید حکومت او رعیت په ګډه هڅی وکړی  

ابو محمد ابراهیمی

داچې اقتصاد د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لری تر هغو چې یوهېواد له اقتصادی او مالی پلوه ځان بسا نشی، نه به هېوادوال هوسا او سوکاله ژوند ولری او نه به هم حکومت خپل ملی پروګرامونه پر وخت او ښه توګه تطبیق کړای شی.

اقتصادی پرمختګ ته رسیدل د هر هېواد هرې ټولنې اساسی موخې دی، هر هېواد هڅه کوی؛ چې د ټولنېز هوسا ژوند لپاره لار پرانیزی ځکه چې اقتصادی پرمختګ د ټولنې د هوساینې لومړنی شرط دی، اقتصادی پرمختګ د یوې ټولنې اوسیدونکو په ژوند کې هوساینه او د تولیدی برخې ډېروالی دی، په حقیقت کې اقتصادی وده د اقتصادی پرمختګ لپاره د لارې خلاصولو په مانا ده او هر اقتصادی پرمختګ کولای شی؛ اقتصادی وده له ځان سره ولری.

دې کې شک نشته چې د افغانستان دښمنانو په تېرو څلورو لسیزو کې نه یوازې داچې د دې هیواد زیربنایې سیستمونه وران کړی بلکې زموږ د ګران هېواد هرې برخې ته یې لوی لوی تاوانونه رسولی او لمنځه یې وړی اود بوږنونکو پېښو له لارې یې تل هڅه کړې چې د افغانستان تیر حکومتونه یوازې په جنګ جګړو کې بوخت وساتی او د دې فرصت ورنه کړی چې په جګړو کې ویجاړ شوی او اوران شوی هېواد ورغوی، زیربناوو ته یې پاملرنه وکړی او دعامه خدماتو او نورو چارو ته رسیدګی وکړی، په تیرو کلونو کې د یوه مرکزی او قوی مقتدر نظام نه شتون لویه ستونزه وه چې یو لوی اداری فساد ته یې زمینه مساعده کړې وه او د دې ترڅنګ یې د قانون حاکمیت ته  ستره صدمه رسولې وه او ترټولو مهمه خبره داچې د ملی عوایدو ډیری برخه حیف او میل کیدله د قاچاق برانو، زور واکانو، ساحوی حاکمانواو مفسیدو جیبونو ته تللې.

د اګست پر ۱۵مه (۲۰۲۱م) کابل ته د طالبانو له داخېلېدو او د پخوانی حکومت له بشپړ پاشل کېدو سره هېواد په ډېرو برخو کې د بنسټیزو تحولات رامنځ ته شول، چې یوه ډېره مهمه برخه یې د افغانانو اقتصادی ستونزې او له نورې نړۍ سره د افغانستان د راکړې ورکړې بندېدل وو. د اسلامی امارت له واکمنېدو سره د امریکا حکومت سم دلاسه اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د افغانستان بانک ذخایر یې کنګل کړی، ترڅو دا پیسې د طالبانو لاس ته ورنه شی.

د دغو پیسو او شتمنۍ کچه کابو ۹.۴ ملیارده ډالرو ته رسېږی. د دغو ذخایرو کنګل کېدو عموما د هېواد پر اقتصادی وضعیت منفی اغېزې وکړې. همدا راز له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې په بشپړ ډول بندې شوې.

بله مهمه مسئله  چې له وروستیو تحولاتو څخه د بانکدارۍ د سیستم اغېزمنېدل وو. د پخوانی حکومت له ړنګېدو کابو دوې اوونۍ وړاندې کله چې د ولایتونو د سقوط لړۍ پیل شوه، خلکو له بانکونو څخه د خپلو شخصی شتمنیو د ایستلو له کبله پر بانکونو بیروبار جوړ کړ، خو د حکومت له ړنګېدو سره ټول دولتی او خصوصی بانکونه او صرافۍ په لومړی سر کې د چور او تالان له وېرې وتړل شول او وروسته تر نن پورې چې کابل لس میاشتې تیریږی دولتی بانکونه منظم شوی ولې خصوصی بانګونو څخه ولس د خپلو پیسو د ترلاسه کولو له امله له ستونزو سره مخ شوی اوپه بانګی سیستم باندې کاملاً بې باوره شوی دی.

 

دا یو څرګند حقیقت دی چې د افغانستان اقتصاد د څه کم نیمې پیړۍ را پدیخوا په بهرنیو مرستو ولاړ دی او په دې هېواد باندې د تپل شوې جګړې له امله مو هرڅه لمنځه وړل شوی او په هیواد کې صنعتی تولیدات، د کانونو ایستل، د کرنیز سکټور محصولات د دې جوګه نه دی چې هېواد والو اقتصادی اړتیاوو ته مثبت جواب ووایې همدا وجه ده چې په هره برخه کې مو لاسونه نړیوالو مرستو ته اوږده دی.

داچې اوس په ګران هېواد باندې د سولې ټغر غوړیدلی دی ترهرڅه د مخه باید د کائیناتو د لوی رب دا شکرانه ادا کړو چې همدا سوله په دې وران ویجاړ هېواد باندې د تل لپاره پرموږ پیرزو کړی دا ځکه چې  په دې تیروڅه کم نیمې پیړۍ کې چې په جګړو کې د ښکیلتیاسره سره مو یوه اندازه اقتصادی پرمختګ در لود څنګه کولای شوپه دې برخه کې  له دې شتو فرصتو او د سولې او دې آرامۍ له فضا څنګه سالمه استفاده وکړو او شته اقتصادی ننګونې او مشکلات حل کړو.

ښکاره خبره ده چې د اقتصادی ستونزې ته جدی پاملرنه یوازې په حکومت پورې اړه نه لری بلکې په دې لاره کې ملت او په ځانګړې توګه خصوصی سکټور هم باید احساس د مسؤلیت وکړی او د اقتصادی ستونزو د زیاتیدو په مخنیوی کې باید لاس تر زندې کښینه نی.

دامنو چې  د افغانستان اقتصادی ودې ته خاصه توجه د حکومت په لومړیتوب کې باید قرار ولری او په دې برخه کې باید زیات تمرکز وکړی او حکومت باید له ټولو هغو لارو چارو باید کا رو اخلی کوم چې پر ځان بساینې لپاره اړین او ګټوردی.

حکومت تر دې مهاله چې کوم لازم اقدامات په کار وو هغه یې یوه اندازه ترسره کړی،  د نمونې په توګه د سیمې له ګاونډیو هیوادونو سره مزاکرات اوله افغانستان سره د اقتصادی همکاریو راکړه وکړې رامنځ ته کول او په همدې موخه د ځمکنیو او هوایی دهیلیزونو پرانستیل اوله خصوصی سکټور سره په دې اړه سلا مشورې او خبرې اترې، کورنیو عوایدو او قرضو راټول، د فساد لمنځه وړل او یوشمیر نور دې ته ورته چاروترسره کول یې یادولی شو چې د ملی عوایدو په زیاتوالی کې موثر رول لری.

وړاندیزونه او حل لارې:

حکومت ته په کار ده چې د افغانستان هغه په ملیاردونو پانګه چې په افغانستان کې  د نوی نظام د رامنځ ته کېدو وروسته دامریکا لخوا بنده شوې هغه را خلاصه کړی داځکه چې دا پانګه د افغانستان د ولس ده او د دې پیسو په بندیدو سره به افغانستان کې اقتصادی وضعیت نور هم خراب کړی، د بنسټیزو کارونو لپاره مالی لګښت پیدا شی،  ادارې او مدیریت ته وده ورکړل شی، په دولتی ادارو کې باید په دقیقه توګه د دولتی مامورینو له کار څخه نظارت وشی، له افغانستان څخه د بشری او اقتصادی سرچینو وتلو مخنیوی وکړی، د عوایدو په راټولنه کې باید له جدیت اوقاطعیت څخه کار واخیستل شی، ځوانانو لپاره د کار او بوختیا رامنځ ته کول، د عوایدو او لګښتونو تر منځ بایدانډول رامنځته شی، په حکومت کې د اصلاحاتو لړۍ باید دوام وکړی، بشری سرچینې جوړې او باید تخنیکی او مسلکی شی، په کور دننه  اوبهرنیو پانګه والو ته باید زمینه سازی وشی ترڅو هغوی په پښو ودریږی او په ټپه ولاړې فابریکې او تولیدخونې بیرته فعالی او په تولیداتو پیل وکړی، خصوصی سکټور ملاتړ او په پښو درولو کې باید کوټلی ګامونه اوچت کړی، همدارنګه بازار باید کنټرول کړی او چاته اجازه ورنه کړی چې احتکار وکړی، د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخو کې هم بنسټیز کارونه باید وشی، د خامو موادو استخراج او په دې برخه کې پانګونې ته توجه وکړی خو داهم باید له پامه ونه غورځوی چې ټول خام مواد باید بهر ته ونه لیږل شی یعنې په کار ده چې د همدې خامو موادو لپاره همدلته د کار خونې اوفابریکات جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شی.

په همدې توګه ویلای شو که چېرې حکومت د بیکارۍ برخې ته جدی پاملرنه ونه کړی، پایله به یې غلا، ترور، کډوالی، د جرایمو ډېروالی، د ډار اچوونکو ډلو وده، بیوزلتوب او داسې نورې ستونزې زیاتېژی.

تل باید هڅه او کوشش وشی چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کم کړی، اداره باید د مسلکیتوب په لور سوق شی، د فساد پر وړاندې جدی مبارزه تر سره او په دولتی ادارو کې د وخت ضایع کولو مخ ونیول شی.

دغه راز خصوصی سکتور هم په خپل وار سره کولای شی چې پرمختګ ته لاره هواره او افغانانو ته کاری فرصتونه برابر کړی.

خصوصی سکټور باید بازار ته په دې خرابو اقتصادی حالاتو کې د مناسبو  او ارزانه قیمتونو په رامنځ ته کولو کې له یو اوبل سره سالم رقابت وکړی داسې نه لکه څرنګه چې په عمل کې لیدل کیږی د اجناسو د قیمتونو په لوړولو کې یو لیونی رقابت رامنځ ته شوی دی چې د ډالر په لوړیدو سره په جنس کې لوړه فیصدی قیمت پورته کیږی چې د هېواد والو ته دې ترینګلو اقتصادی حالاتو کې ملا ماتوونکی ګذارونه بلل کیږی.

مثبتې څرګندونې:

حکومت ته په کار ده چې د عامه پوهاوی په برخه کې د خپلو پرمختګونو او د ترسره شویو کړنو په اړه باید ولس په ځانګړې ډول ځوان قشر ته معلومات او ګټور پروګرامونه او برنامې د رسنیو له لارې چمتو اوخپرې کړی ترڅو د حالاتو د کابو کولو په اړه ورته د ډاډمنې فضا د رامنځ ته کېدو په اړه دوی ته قناعت ورکړل شی او د اقتصادی ستونزو د ښه کېدو د لارو چارو په اړه باید د رسنیو له لارې ورته پوهاوی ورکړل شی او له عامو افغانانوپه ټوله کې له ټولو هېواد والو سره د بیکارۍ او بې روزګارۍ په اړه د تیر نظام له ړنګیدو او د اسلامی امارت د راتګ نه وروسته  اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو وې، ترڅو د ځوانې طبقې هغه سیل چې له ګران هېواد څخه بهرنیو هېوادونو په تېښته دی هغه را وګرځول شی او په کور د ننه ورته مناسب بوختیا او د ډاډ فضا برابرې کړې.

که چیرې د نړۍ سوله خوښوونکی هېوادونه وغواړی چې په افغانستان کې د اقتصادی اصولو او موازینو پربنا یوه تل پاتې او پایداره سوله وی نو یوازینۍ لاره یې په اقتصادی لحاظ د افغانانو په پښو درول، په ځان متکی کول او بسیا کیدل دی.

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید