روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغان حاجیانو د حج سږنی مراسم څه ډول ترسره شول؟ 

لګښتونه ولې زیات و ؟  دښځو ونډه څومره وه ؟ امارتی مسؤلین حج ته چا لیږلی ؟

دحج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نورمحمد ثاقب صاحب یې له شریعت سره په مرکه کې ځوابوی :

داچې تېر دوه کلونه دحج مراسم د کرونا ناروغۍ له امله ځنډېدلی وو، په عین حال کې په افغانستان کې داسلامی امارت واک ته په رسېدو کې حکومتی نظام هم بدلون موندلی و، په عین حال کې له نېکه مرغه د حج دمراسمو داجرا اعلان هم وشو، له دغه ډول ننګونو سره دحج مراسم څه ډول اجرا شول او ولس څه هیلې اوګیلې لری؛ مهمه مو وبلله چې په اړه یې د حج او اوقافو وزارت له مسؤلینو سره سپیناوی وشی، نور تفصیل په مرکه کې :

پوښتنه: د افغانستان سهم د تیرو نورو کلونو په پرتله ویل کیږی چې ډیر کم ؤ چې علت یې څه ؤ؟

جواب: تیرو دوه کلونو کې د کرونا ناروغۍ له امله د افغانستان او نړۍ له نورو هېوادونو څخه حج ته څوک نه وو تللی، د سعودی عربستان د یو کم شمېر وګړو پرته هغه هم د ډیرو محدودیتونو لاندې نورچا حج ونکړ چې حج تقریباً معطل ؤ، سږکال د سعودی حکومت اعلان وکړ هغه هم ډیر ناوخته چې په دې کال کې به یو میلیون یعنې لس لکه کسان د حج کولو اجازه ولری، چې په وړاندې کلونو کې به څه د پاسه دوه نیم میلیونه یعنې څه د پاسه پنځه ویشت لکه حاجیانو حج کاوو، نو سږکال د هر هېواد د نفوسو په تناسب د حُجاجو سهمیه راکمه شوې وه چې د افغانستان د نفوسو په تناسب زمونږ سهمیه دیارلس زره، پنځه سوه او دوه اتیا(۱۳۵۸۲) تنو ته راکمه شوه، د کرونا د حالت نه مخکې به د افغانستان د حاجیانو سهمیه دیرش زره (۳۰۰۰۰) وه، هغه د هغې احصائیې په بناء چې د افغانستان نفوس یې  دیرش میلیونه ښودلی ؤ، اګرچه هغه احصائیه مکمله او دقیقه نه وه، نو د هر میلیون لپاره د زرو حاجیانو سهم وی، مونږ ویلی شو چې اوس مهال د افغانستان نفوس د پنځه دیرش میلیونو څخه هم زیات دی، ما څو ورځې وړاندې په مکه مکرمه کې د سعودی عربستان د حج او عمرې له نائب وزیر دکتور عبدالفتاح بن سلیمان مشاط سره په ملاقات کې له دوی غوښتنه وکړه چې مونږ ته دې په آینده کې د حُجاجو سهم رازیات کړل شی د افغانستان د نفوسو په تناسب.

دویمه پوښتنه: دغه راز د حج لګښت د نورو کلونو په پرتله ډیر زیات ؤ علتونه یې داخلی او که خارجی وو؟

جواب: سږکال د حج لګښت د نورو تیرو کلونو په پرتله زیات ؤ، علتونه یې هم داخلی او هم خارجی وو، په افغانستان کې به په تیرو کلونو کې د فی نفر د طیارې  ټکټ نهه سوه او پنځوس (۹۵۰) ډالر ؤ چې سږکال یو زر او پنځوس (۱۰۵۰) ډالر شوی دی.

په سعودی عربستان کې د حج د خدماتو اجوره په منیٰ، عرفات او مزدلفه کې په تیرو کلونو کې یوزر، نهه سوه او پنځه اتیا(۱۹۸۵) سعودی ر یال معادل (۵۲۹) ډالر وه چې سږکال دغه اجوره څلور زره، نهه سوه او شپږ نوی(۴۹۹۶) سعودی ر یال معادل (۱۳۳۲) ډالره وه چې تقریباً (۸۰۳) ډالره اضافه شوې وه.

د حاجیانو ویزې به په تیرو کلونو کې وړیا (مفته) وې چې سږکال د فی نفر حاجی د ویزې قیمت درې سوه(۳۰۰) ر یال معادل (۸۰) ډالر ؤ.

په سعودی عربستان کې  د حاجیانو صحی بیمه په تیرو کلونو کې مفته وه چې  سږکال یوسل او نهه (۱۰۹) ر یال معادل (۲۹) ډالر وه.

بل علت یې د نړۍ په سطحه د خوراکی موادو د قیمت لوړوالی ؤ.

د یادونې وړ ده چې په تیرو کلونو کې به په سعودی عربستان کې پنځه فیصده مالیه وضع کېدله؛ خو سږکال پنځلس فیصده شوې وه چې لس فیصده اضافه په کې راغلې وه.

ددې ټولو باوجود مونږ کوشش وکړ چې د حاجیانو لګښتونه تر ډیره حده راکم کړو او په دې ترتیب د ټولو ګاونډیو هېوادونو څخه زمونږ لګښتونه او مصارف کم وو.

درېیمه پوښتنه: په هرڅه کې د ښځو د ونډو خبره کیږی، خو دلته یې ډیره څوک نه مطرح کوی، که وپوښتو چې د افغانستان په سهم کې د ښځو ونډه پوره نیمه وه که نه تر نیمې هم کمه وه؟

جواب: په حج کې نارینه او ښځېنه دواړه طبقې ونډه اخیستلی شی، دا د استطاعت او فرضیت پورې اړه لری په چاچې حج فرض وی او  استطاعت یې ولری او یا د نفلی حج توان ولری هغه نر وی او که ښځه حج کولی شی، البته ښځې لپاره محرم ضروری دی، سږکال (۱۴۴۳هـ ق) کې زمونږ د ښځینه حاجیانو تعداد (۳۵۴۸) یعنې ۲۶٪ ؤ او د نارینه حاجیانو تعداد (۱۰۰۳۴) یعنې ۷۴٪ ؤ چې مجموع (۱۳۵۸۲) تنه کیږی.

زمونږ دغه ټول نارینه او ښځینه حاجیان ډیر په خیریت او عزت سره سعودی عربستان ته انتقال شول، هلته یې د حج ټول افعال او مناسک په کامیابۍ سره ترسره کړل او په خیریت او عافیت سره بیرته خپل هېواد ته راستانه شول.

څلورمه پوښتنه: د سعودی عربستان له حکومت سره تعامل څه ډول ارزیابی کوئ، د حج په مراسمو کې به تاسې ته ښه واضح شوی وی؟

جواب: د سعودی عربستان له حکومت سره زمونږ او د دوی تعامل ډیر دوستانه او په اخلاص بناء ؤ، دوی د حج په موسم کې مونږ سره ډیر نیک برخورد کاؤ او ډیر د محبت او صمیمیت په فضاء کې یې مونږ سره ملاقاتونه وکړل، زمونږ حاجیانو ته یې ښه مراعاتونه ورکړل او په عموم کې دوی ډیرې آسانتیاوې برابرې کړې وې، چې دا هرڅه د حج په موسم کې زمونږ د سترګو لاندې څرګند وو.

پنځمه پوښتنه: حاجیان عموماً د حج له مُعلمینو شکایت کوی؛ خو سږکال یې شکایت زیات ؤ چې ستونزه به په څه کې وه؟

جواب: اول خو داخبره ده چې  په  عموم کې ځینې حاجیان له معلمینو څخه داسې تقاضا او غوښتنې کوی چې  هغه د معلمینو په مسئولیت کې شاملې نه وی او نه د هغوی په  توان کې وی، بیاهم معلمین باید په پوره صداقت، اخلاص او ایماندارۍ سره خدمت وکړی ځکه دوی د حاجیانو په مصرف حج ته ځی او د حاجیانو په وړاندې مسئولیت لری، سږکال د وخت د کموالی په وجه د مُعلمینو په انتخاب، تعیین او د دوی  په صحیح تربیت او تدریب کې لکه څرنګه چې مناسب وه هغسې اجراءات ترسره نه شول، ډیر معلمین ښه او کامیاب وو؛ خو ځینې معلمین په دې ګومان او په دې امید چې ښه خدمت به وکړی ټاکل شوی وو لیکن داسې ونه ختل، داسې به ووایو چې زمونږ دغه سږنی کال یو ډول امتحانی کال بلل کیږی، کومې ستونزې او نیمګړتیاوې مو چې معلومې کړې هغه مو یاد داشت کړی دی چې په آینده کې  به د خپلو دغو معلوماتو او تجربو په رڼا کې  په ستونزو او مشکلاتو برلاسی ومومو. ان شاء الله تعالی

شپږمه پوښتنه: د حکومتی یا امارتی حاجیانو شمېر څومره ؤ؟ که څه هم هغوی په خپلو لګښتونو تللی  وو.

جواب: سږکال حکومتی(امارتی) اشخاص ډیر زیات حج ته تللی وو او  ددوی ترڅنګ ډیر هغه مجاهدین هم تللی وو چې حکومتی دندې او مسئولیتونه نلری، د ټولو شمېر به د یو زر او پنځه سوه(۱۵۰۰) په شاوخوا کې ؤ، چې هیڅ یو له دوی د امارت په پیسو نه وو تللی بلکې ټول په خپلو لګښتونو تللی وو، په دوی کې د ریاست الوزراء مرستیال، وزیران، معینان، لوی رئیسان، والیان او نور مسئولین او مجاهدین شامل وو.

اوومه پوښتنه: د حاجیانو له نغده مبلغ څخه ستاسو د وزارت حساب او یا په مجموع کې  امارت ته څه ګټه رسیږی؟

جواب: د حاجیانو له نغده پیسو څخه زمونږ وزارت او یا امارت ته هیڅ ګټه نه رسیږی، لومړی  خو مونږ کوشش کوو چې دقیقه اندازه ولګوو او د حاجیانو څخه هغه مقدار پیسې واخلو چې په دوی باندې مصرف کیږی، بیاهم که چیرې ددوی له پیسو څه شی زیات شی هغه بیرته ورکوو، که لږ وی او که ډیر، البته کوم معلمین چې د حاجیانو لپاره ټاکل کیږی د هغوی د حج مصرف د حاجیانو له پیسو څخه دی.

اتمه پوښتنه: حتمی ده چې حاجیانو ته به مو آسانتیاوې  برابرې وې، تاسې یې  په خپل نظر ورته کافی بولئ؟

جواب: د سږکال لپاره چې حاجیانو ته مونږ کوم خدمات او سهولیات برابر کړی وو زمونږ په نظر په دې کال کې او ددغه وخت سره همدومره آسانتیاوې ممکنې او کافی وې، د آینده لپاره که الله ته منظوره وه مونږ به وخت هم زیات ولرو او له وړاندې به ښې برنامې طرحه کړو او له خپلو تجربو څخه به هم ګټه واخلو، نو امید دی چې لاښه خدمات به ترسره کړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید