روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایی، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې یا د دې هېواد په پوځی شخړو کې د ګډون نیت نهلری.
ولادیمیر پوتین دا خبره پرن د روسیې د واکمن ګوند د چارواکو غونډې ته وکړه.
ده وویل: “په ځانګړی ډول، موږ د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې نیت نهلرو او حتی نهغواړو چې خپل وسلهوال ځواکونه هلته یوې شخړې ته چې ټول له یوه بل سره په جګړه وی، داخل کړو. دا هغه څه دی چې هلته له لسیزو راهیسې روان دی. پخوانی شوروی اتحاد هلته د خپل حضور تجربې لرلې او موږ له هغو د پام وړ تجربې زده کړې دی.”
مسکو په ۱۹۷۹ میلادی کال کې د افغانستان د کمونېستی رژیم په ملاتړ د مسلمانو وسلهوالو د بریدونو د مخنیوی لپاره پر دې هېواد یرغل وکړ.
دا جګړه چې نږدې یوه لسیزهیې دوام وکړ، شااوخوا دوه ملیونه افغانان پهکې ووژل شول، اووه ملیونه افغانان کډوال شول او شااوخوا ۱۴ زره شوروی سرتېرو خپل ژوند پهکې له لاسه ورکړ.
ولسمشر پوتین څرګنده کړه چې دا وېره شته ترهګر او بېلابېلې وسلهوالې ډلې چې افغانستان تهیې پناه وړې ده له اوسنۍ ګډوډۍ ګټه واخلی، روسیې او د روسیې متحدانو ته مستقیم ګواښ رامنځته کړی.
پوتین ټینګار وکړ چې په داسې وضعیت کې د روسیې د دولت په ټولو برخو کې د ډېر یووالی او همغږۍ غوښتونکی دی.
د ولسمشر پوتین د پرونیو څرګندونو ترڅنګ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون د هنګری د سفر پرمهال وویل چې مسکو په منځنۍ اسیا کې د امریکایی ځواکونو حضور نهغواړی ځکه چې د دې ځواکونو حضور په دې سیمه کې د حملو سبب کیدای شی.
لاوورف زیاته کړه چې د واشنګټن دا وړاندیز چې په منځنۍ اسیا کې دې افغان کډوالو ته د یوې مودې په مخه ځای ورکړل شی، ښایی د سیمې د ثبات د کمزرۍ سبب شی.
لاورف وویل، هغه افغانان چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یې له امریکایانو سره کار کړی دی، باید امریکا ته انتقال شی.
په تاشکند کې د افغانستان د سفارت په وینا، شااوخوا یو نیم زر افغانان د طالبانو له وروستیو پرمختګونو وروسته ازبکستان ته پناه وروړې ده او اوس پولې ته نږدې په خیمو کې ځای پر ځای شوی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې منځنۍ اسیا ته د افغان کډوالو ورتګ د وسلهوالو د ورتګ سبب کېدای شی.