روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان هوایی ډګرونو له لارې صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی

د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی چې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه څه باندې ۶۰۰۰ ټنه تجارتی توکی بهر ته صادر شوی دی.
د دغې ادارې ویاند په وینا دغه توکی له بېلابېلو هوایی شرکتونو له لارې چین، سعودی، هند، امارات، ترکیې او کویټ ته لېږدول شوی‌ دی.
محمد نعیم صالحی وویل “د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صادر شویو توکو کچه د تېرکال د همدغه وخت په پرتله ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.”
په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د هوایی ډګرونو له لارې څه باندې ۳۵۰ زره ټنه سوداګریز توکی بهر ته صادر شوی و.
د ښاغلی صالحی په وینا په صادر شویو توکو کې وچه مېوه، غالۍ، د زعفرانو په شمول دارویی بوټی او ورته نور توکی شامل دی.
افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې له هند سره هوایی دهلیز پرانیست او له هغې وروسته یې دا لړۍ چین، یو شمیر عربی او اروپایی هیوادونو ته هم وغځوله.
د رپوټونو پر بنسټ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی چې “افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د هوایی دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا ۵زره او ۳۰۰ ټنه سوداګریز توکی صادر کړی دی.”

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې یو میلیارد ډالره صادرات درلودل چې دا کچه د همدې کال مخکې په پرتله د صادراتو تر ټولو لوړه کچه ښیی.
برسېره پر دې د افغانستان بانک معلوماتو پر بنسټ، په تېر ۲۰۲۰ کال کې له دغه هېواد نه بهر ته د هوایی دهلیزونو له لارې د ۱۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۷۴۱۴ ټنه کورنی محصولات صادر شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید