روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان لپاره د روسیی استازی: د اسلامی امارت د رسمیت پیژندلو په اړه د لوېدیځوالو نظر ارزښت نه لری

د افغانستان لپاره  د روسیی جمهور رییس ځانګړی استازی  ویلی چې د افغانستان اسلامی امارت د رسمیت پیژندلو په اړه د لوېدیځ نظر ارزښت نه لری.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږی چې امریکا او لوېدیځ  په افغانستان کې د اسلامی امارت په رسمیت پیژندلو لپاره تل شرطونه وړاندې کړی، خو د افغانستان لپاره د روسیی جمهور رییس ځانګړی استازی ویلی، چې د اسلامی امارت د رسمیت پیژندلو په اړه د لوېدیځ نظر ارزښت نه لری.

ضمیرکابلوف د اسپوتنیک رسنۍ ته ویلی، چې په افغانستان کې د نوی نظام د رسمیت پیژندلو په اړه د لوېدیځوالو نظر هیچا ته ارزښت نه لری.

کابلوف په افغانستان کې د اروپا اتحادیې د ځانګړی استازی توماس نیکلاسون  د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلی یی دی د تاشکند په کنفرانس کې د اروپا اتحادیی مقاماتو په افغانستان کې نوی نظام ته د دولت په  توګه استفاد نه ده کړې او افغانستان هیڅ رسمی دولت نه لری، وویل؛ زما پوښتنه دا ده چې د لوېدیځ نظر چاته مهم دى؟ موږ له هغوى سره ( افغانانو او اسلامی امارت) سره  د اوسنی حکومتی بنسټ په توګه خبری لرلی، هو موږ له دې پلوه له هغوى سره خبرې وکړې.

هغه د امانت صندوق ته د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د سپارلو او د ثالث شخص له لوری د هغه د اداره کولو په اړوند د امریکا پیشهاد ګستاخانه وباله او څرګنده یی کړه مسکو د افغانستان د شمتنیو د ازادولو لپاره د افغانستان د سرپرست دولت (اسلامی امارت) له غوښتنی ملاتړ کوی.

کابلوف څرګنده کړه له ټولومخکې د افغانستان د شتمنیو د ازادولو لپاره د اسلامی امارت د غوښتنو ملاتړ کوو او دا مو د مطبوعاتی  کنفرانس او له امریکایانو سره په کتنه کې څرګنده کړه.

دغه روسی دیپلومات دغه راز څرګنده کړه  د امریکا او لوېدیځ مسوولیت دا دى چې د افغانستان اقتصاد عادی حالت ته راوګرځوی او د تېرو زیانونو غرامت ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید