روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی، د افغان حکومت او طالب استازو تخنیکی ټېمونو په کابل کې د زندانیانو د ازادولو په اړه مخامخ خبرې وکړې.
د ملی امنیت شورا پرون چهارشنبه (وری۱۳) پر خپل ټوېټر لیکلی چې افغان حکومت تېره ورځ د طالب استازو کوربه و او په یادو خبرو کې پرمختګ هم شوې دی.
د امنیت شورا پدې بیان کې ویلی: “د افغانستان اسلامی جمهوریت تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د پلاوی کوربه و، دواړو لورو د افغان حکومت او طالب زندانیانو د ازادولو په اړه مخامخ خبرې وکړې، دغه خبرې چې د سره صلیب لخوا یې نظارت کېده دواړو لورو موافقه وکړه چې نن به هم په دې اړه خبرو وته دوام ورکوی.”
د افغانستان د ملی امنیت شورا همدارنګه ویلی دغه خبرې چې سې شنبه تر سره شوی د بندیانو ازادولو په اړه د دواړو لورو ترمنځ په تخنیکی برخه کې پرمختګ شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی د خپلو بندیانو د خلاصولو په اړه کابل ته راځی او د افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوی.
طالبانو هم تېره ورځ خبر ورکړ چې د دوی یو درې کسیز پلاوی د بندیانو ازادولو په اړه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی، د دغه کسانو په اړه یې نور معلومات نه دی ورکړی.
طالبانو ویلی چې یاد پلاوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوی او په تخنیکی برخه کې به اقدامات کوی.
د افغان حکومت او طالب استازو تر دې وړاندې د خپلو بندیانو خلاصولو په اړه درې ځله مخامخ د ویډیویی کنفرانس له لارې خبرې وکړې.