روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د معارف په اړه یو نظر!

استاذ سمیع الله افغان

دا چې له کلونو راهیسې په ګران هېواد افغانستان کې د علمی مراکزو د کمزوری کولو او ځپلو لپاره هڅې او کوښښونه شوی او په نتیجه کې د دې هېواد د تعلیم او تربیې ډګر داسې حد ته رسېدلی چې د دینی علومو محصلین له ساینس، ژبو، عصری علومو او ټکنالوجۍ سره سمه بلدتیا او د عصری علومو محصلین له دینی مضامینو او اسلامی اخلاقو سره لازمه بلدتیا نه لری. همدارنګه د عصری علومو محصلینو ته د غربی کلتور او رواجونو خپلول پرمختګ او په اسلامی اخلاقو او لباس سمبالېدل کمزوری او له نړۍ نه وروسته پاتې کېدل ښکاری.

د دې ترڅنګ په اکثره اذهانو کې د مدرسې او مکتب ترمنځ رقابت داسې حد ته رسېدلی چې هغوی ته د مکتب شاګرد له دینه مطلق بې خبره یا د مدرسې طالب له ټولنیز ژوند او حکومتولۍ سره نا اشنا ښکاری.

همداراز په هېواد کې د ملیونونو زده کونکو په موجودیت کې لسګونه داسې افراد نه شو پیدا کولی چې دینی او عصری علوم دواړه ولری او که پیدا هم شی؛ نو هغوی به هم په ډېرو تکلیفونو تر دې ځایه رسېدلی وی. هغو به د دې ارمان د پوره کولو لپاره له سهاره تر ماښامه په دوامداره ځانونه مصروف ساتلی وی.

دا چې هېواد په ډېرو قربانیو ازاد شو؛ نو د ابادۍ، پرمختګ او په هېواد کې د یو منظم او عادل نظام د قایمولو لپاره د تعلیم او تربیې د برخې مظبوطول یو لازمی امر دی.

اوس زموږ تعلیمی نصاب او نظام زموږ په خپل واک او اختیار کې دی، نه مو لیکوالان پردی دی او نه هم بل داسې سبب شته چې په نصاب کې د پردیو د فرمایشاتو د ځایولو او تحمیلولو لامل شی.

راځئ لومړی خپله علمی مرجع یوه وګرځوو، د مکتب او مدرسې لپاره یو واحد نصاب چې تفصیل یې په لاندې جدولونو کې شته جوړ کړو او د وخت په تېرېدو سره علمی مراکزو ته یو واحد نوم انتخاب کړو چې د مکتب او مدرسې په بېلو نومونو او بېلو نصابونو د علمی قشرونو ترمنځ پیدا شوی اختلاف د تل لپاره پای ته ورسیږی. که پام وکړو زموږ د دواړو علمی مراجعو نصابونه کمزوری او د ملاحظې وړ دی، مکتب او پوهنتون ډېر کم دینی او اخلاقی او مدرسه او جامعه ډېر کم عصری او سیاسی رنګ لری.

که اهل خلک لږ فکر او کار وکړی دا کار اسانه او ممکن دی. په نتیجه کې به یې زموږ ماشومان او ځوانان د نیمې ورځې په جریان کې په یو وخت کې دینی او عصری علوم دواړه ترلاسه کولای شی، ټوله ورځ به مصروف او د ډېرو کتابونو په وجه به فکری ستړی او سرګردانه نه وی. همدارنګه د علمی اقشارو ترمنځ به هېڅ ډول ستونزه او اختلاف وجود ونه لری او نظام به له خپلو متعلمینو او محصلینو پوره مطمئن وی.

هو!

هر کار په پیل کې یو لړ ستونزې لری او انسان حیران وی چې له کومه ځایه او څنګه یې پیل کړی؟ خو د دې پوښتنې لپاره هم اسانه حل لرو هغه داسې چې ترڅو په نوی نصاب کار پیلیږی باید زوړ نصاب له تصحیح او اصلاح وروسته توزیع او تدریس شی. په زوړ نصاب کې ځینې مضامین چې صرف د زده کونکو د بې ځایه مشغولتیا، سرګردانه کولو او له اصلی هدف نه د منحرف کولو لپاره د پردیپالو د فرمایشونو یا د جهالت په نتیجه کې ځای په ځای شوی دی، هغه دې له نصابه و اېستل شی او بیا دې د نوی نصاب تر نهایی کېدلو هماغه زوړ نصاب عملی شی.

موږ د ابتدایی او متوسطې دورې د زده کونکو لپاره په څلورو برخو کې د نصاب جوړولو ضرورت لرو چې عبارت دی له دینی، ادبیاتو، عصری او اجتماعی علومو څخه چې لنډ تفصیل یې په لاندې ډول دی:

  • دینیات: قران کریم، تفسیر شریف، حدیث شریف، عقاید او فقه
  • ادبیات: عربی، پښتو، دری او انګلیسی.
  • عصری: ریاضی، فزیک، کیمیا، بیولوژی او جیولوجی
  • اجتماعیات: تاریخ او جغرافیه

په ابتدائیه دوره کې (یعنې تر شپږم ټولګی پورې) دې ډېر ټیګار په دینی برخه او ادبیاتو وشی. عصری او اجتماعی علوم دې د بلدتیا لپاره په ابتدایی شکل وی د متوسطې دورې لپاره به زده کونکی له دینی علومو سره اشنا وی په متوسطه کې به د عصری او اجتماعی علومو اساسات زده کوی.

د متوسطې دورې له فراغت وروسته باید زده کونکی په واحد علمی مرکز کې د واحد نصاب له مخې له ابتدایی دینی علومو (تر دویمې درجې)، څلورو ژبو (عربی، پښتو، دری او انګلیسی) د عصری علومو له اساساتو او له اجتماعی علومو سره په پوره توګه بلدتیا ولری.

له متوسطه دورې وروسته دې په واحد علمی مرکز کې دوه څانګې جوړې شی یوه یې دینی څانګه او بله یې عصری څانګه چې په دواړو څانګو کې به د عالی تحصیلاتو لپاره زده کونکی د اساساتو په زده کولو روزل کیږی. دواړه څانګې به ځینې لکه لیکوالی، اعداد(فکری او بدنی روزنه) او کمپیوټر مشترک مضامین او پاتې د خپلې څانګې مضامین لری.

له متوسطې وروسته ثانوی دوره به هم درې کاله وی چې په دینی برخه کې (درېیمه درجه، څلورمه درجه او پنځمه درجه) او په عصری برخه کې (لسم، یوولسم او دولسم صنفونه) له معادلو سندونو سره لری.

د ثانوی دورې لپاره به په متوسطه دوره کې د دینې څانګې یو زده کونکی له مخکې نه په ادبیاتو او ابتدایی عصری علومو سمبال او د عصری علومو یو زده کونکی له مخکې نه په دینی علومو سمبال وی، تر نهم ټولګی پورې به د دواړو څانګو زده کونکو مشترک نصاب په یو صنف او یو مرکز کې ویلی وی او له دې وروسته به په عین تربیت، عین فکر، واحد علمی مرکز او دوو بیلو څانګو کې تر پایه خپل پاتې درسونه پرته له کوم فکری اختلافه تعقیبوی.له یوې خوا به نصاب او علمی مراکز سره یو شی له بلې خوا به دواړه څانګې هر اړخیزه پوهه او معادل علمی سندونه لری چې هېڅ یو به په کوم نظام یا کوم ملک کې له کومې ستونزې سره نه مخ کیږی.

د پورتنی ترتیب له مخې به تر متوسطې دورې پورې هر زده کونکی د دینی برخې د لومړۍ او دویمې درجه او د عصری برخې تر نهم ټولګی پورې د درسونو په ویلو مکلف شی او په ثانوی دوره کې به پنځمه درجه د دولسم ټولګی معادله شی.

که چا په ثانوی دوره کې دینی علوم لوستی وی؛ نو کولای شی خپلې لوړې زده کړې د (لویې دورې)شرعیاتو، ژوزنالیزم، حقوق، اسلامی اقتصاد، ادبیاتو، اجتماعیاتو یا په نورو غیر ساینسی رشتو کې پای ته ورسوی اوکه چا په ثانوی دوره کې عصری علوم ویلی وی؛ نو کولای شی خپلې لوړې زده کړې د ساینس په ټولو برخو لکه ساینس، انجینری، طب، زراعت، وترنری، جیولوجی یا داسې نورو برخو کې پای ته ورسوی.

له دې سره به یوې خوا ته حقوق په اسلامی سیاست، ژورنالېزم په اسلامی صحافت، اقتصاد له سودی نظام نه په اسلامی اقتصاد، ادبیات او اجتماعیات له غربی تعریفونو او ټاکل شویو غربی معیارونو او تحریفونو نه په واقعی او د اسلامی علماوو د نظریې مطابق وضع شویو معیارونو ترتیب او له بلې خوا په څلور کلن شرعیاتو کې له پنځمې درجې وروسته شپږمه درجه او وړه دوره د څوارلسم معادل او لویه دوره په دوو کلونو کې کما حقه تدریس او د شپاړسم معادل شی او له پوهنتون نه به د شرعیاتو په نامه کمزوری پوهنځی خپل ځای لویې دورې ته پرېږدی.

اوس د نوی نصاب تر جوړولو زوړ نصاب څنګه تصحیح او ترتیب کړو؟

په زوړ نصاب کې لومړی، دویم او درېیم ټولګی اته یا نهه مضامین؛ څلورم پنځم او شپږم دیارلس مضامین؛ اووم، اتم او نهم اتلس مضامین، لسم ټولګی اوولس مضامین؛ یوولسم او دولسم شپاړش مضامین لری، چې له یوې خوا زده کونکی پرې ستړی او له بلې خوا د اساسی او مهمو مضامینو درسی ساعتونه غیر ضروری او بې معنی مضامینو ته ورکړ شوی.

که فی الحال نصاب په لاندې ډول ترتیب شی له پخوا نه به یې نتیجه مثبته وی:

  • د اول، دویم او درېیم ټولګی مضامین: قران کریم، دینیات، پښتو، دری، ریاضی سیرت النبی او اداب
  • د څلورم، پنځم او شپږم ټولګی مضامین: قران کریم/تجوید، دینیات، عربی، پښتو، دری، انګلیسی، ریاضی، اجتماعیات، ساینس، سیرت النبی او اداب
  • د اووم، اتم او نهم ټولګی مضامین:حدیث شریف، دینیات، عربی، پښتو، دری، انګلیسی، ریاضی، فزیک، کیمیا، بیولوژی، تاریخ او جغرافیه
  • د لسم ټولګی مضامین: تفسیر شریف، دینیات، عربی، پښتو، دری، انګلیسی، ریاضی، فزیک، کیمیا، بیولوژی، جیولوجی، تاریخ او جغرافیه
  • د یوولسم او دولسم ټولګی مضامین: تفسیر شریف، دینیات، عربی، پښتو، دری، انګلیسی، ریاضی، فزیک، کیمیا، بیولوژی، تاریخ او جغرافیه

پورتنی نصاب تیار چاپ او د هېواد په ښوونځیو کې تدریسیږی پورتنی لست یې یوازې د ترتیب او تصحیح لپاره دی. که زوړ نصاب د پورتنی ترتیب له مخې د نوی نصاب تر جوړېدو پورې عملی شی؛ نو ښې پایلې به ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید