روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل انسانی بحران زیات کړی دی

د ملګروملتودسازمان سرمنشی وایی د افغانستان د شتمنیو کنګل  کېدل اود ژمی ساړه هوا دواړو لاس یو کړی دی  او په افغانستان کې انسانی بحران رامنځته کړی دی .

انتونیوګوتریش په خپلو خبروکې د نړۍ له خوا د افغانستان د پیسو په کنګل کېدو انتنقاد وکړ او ویې ویل چې د اقتصادی بحران او لوږې سره د افغانستان د ژغورنې لپاره باید دغه پیسې ازادې شی.

د ملګروملتود سازمان سرمنشی ویلی دی چې د ژمی ساړه هوا اود افغانستان کنکل شوی شتمنی د دغه هیواد د خلکو لپاره یو مرګانی ترکیب دی.

دهغه د څرګندونوله مخې، په افغانستان کې د خلکو اود دغه هېواد د اقتصاد د ژغورنې لپاره هغه قوانین چې په افغانستان کې د پیسود استفادې مخه نیسی باید تعلیق شی.

ګوترش پرون په نیویارک کې په یوه خبری غونده کې په بهرنیوهېوادونو په تېره بیا امریکا کې د افغانستان د اسعارود ازادولو غوښتنه وکړه.

 هغه وویل باید اجازه ورکړ شی چې د نړېوالې بودجې له لارې د دولتی کارکوونکو حقوق ورکړشی او په افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو زده کړې او نورو حیاتی خدمتونو د وړاندې کولولپاره په افغانستان کې له بنسټونو سره  مرسته وشی .

هغه دغه رازپه عادی ډول د افغانستان د بانکی سیستم بیا جوړول اودغه راز له اقتصادی اوانسانی بحران څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره د بشردوستانه پروګرامونو د سملاسی عملیاتو ترسره کول ضروری وباله.

هغه ټینګاروکړچې لږترلږه دافغانستان د اسعاری زیرمو د مشروط ازادولو په لاره کې د تګلوری د جوړولو لپاره  باید د افغانستان د مرکزی بانک کارونه  مشخص شی.

 ګوترش زیاته کړې ده موږ باید آن د اقتصاد د نغدی ګړندیتوب د تزریق اودهغه ګډوډی د مخنیوی لپاره چې میلیونونوکسانوته د بېوزلی ،لوږې اوقحطی سبب کېږی  هلې ځلې وکړو. هغه دغه رازوویل ملګروملتوسازمان چمتودی  چې د نړۍ له هېوادونوسره په افغانستان کې رښتینواړو کسانوته د بشری  مرستو بهیر ګړن

ممکن است شما دوست داشته باشید