روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې نږدې ۷۶ زره ټنه سوداګریز توکی صادر او وارد شوی دی

شریعت: په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۷۶ زره ټنه انتقالات شوی دی.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایی چې د روان کال (د تلې له لومړۍ تر ۷مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۵ زره ۹۹۴ ټنه انتقالات ترسره شوی دی.

دغه ادارې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۷ زره ۲۹۴ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۶ زره ۸۰۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۹ زره ۷۶۱ ټنه واردات چې ټولټال ۷۳ زره ۸۵۵ ټنه نفتی، غیر نفتی او نور توکی دی؛ هېواد ته وارد شوی او همدا رنګه، په یاده موده کې ۲ زره ۱۴۰ ټنه صادرات چې لویه برخه یې وچه مېوه ده، ترسره شوی دی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایی چې هڅې کوی د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید