روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې زیاتوالی راغلی دی

شریعت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایی چې د روان کال (د چنګاښ له ۳مې څخه د چنګاښ تر ۹مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۷ زره ۵۳ ټنه انتقالات ترسره شوی دی.

دغه ادارې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ٣۹ زره ۹۶، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴ زره ۶۹۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۵ زره ۵۲۶ ټنه واردات چې ټولټال ۴۹ زره ۳۱۳ ټنه نفتی، غیر نفتی او نور توکی دی؛ هېواد ته وارد شوی او همدا رنګه، په یاده موده کې ۷ زره ۷۴۰ ټنه صادرات چې زیاته برخه یې ممیز جوړوی؛ ترسره شوی دی.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایی چې هڅې کوی د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ادارې تېره اوونۍ اعلام وکړ چې د ۱۴۰۱ هـ.ل کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اسټېشنونو له لارې، یو میلیون ۶۱ زره ۸۳۷ ټنه انتقالات ترسره شوی دی چې له دې جملې څخه ۹۳ زره ۵۴۲ ټنه یې صادرات او ۹۶۸ زره ۲۹۶ ټنه نور یې واردات دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید