روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون: ملکی مرګ ژوبله ۸۰ سلنه لوړه شوې

 

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د روان ۲۰۲۱ کال لومړۍ نیمایی د افغانستان جنګ جګړو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې راپور خپور کړی.
په دې راپور کې راغلی چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېټې افغانستان کې په ۱۵۹۴ امنیت ضد پېښو کې ټولټال ۵۳۲۱ ملکی کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
له دې ډلې ۱۶۷۷ تنه وژل شوی او ۳۶۴۴ ټپیان دی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې سږ کال ملکی مرګژوبله د تېر (۲۰۲۰) کال د همدې مودې د ملکی مرګژوبلې پرتله ۸۰ سلنه لوړه ده.
د تېر کال لومړۍ شپږ میاشتې د افغانستان جګړه کې ۲۹۵۷ ملکی خلکو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی روان کال ۳۷ سلنه ملکی افغانانو ته د سړک غاړې چاودنو، ۳۰ سلنې ته په هدفی وژنو، ۱۸ سلنې ته په راکټی بریدونو، ۷ سلنې ته مخامخ نښتو، ۴ سلنې ته هوایی بریدونو، ۱ سلنې ته ځانمرګو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې.
رپوټ کې راغلی چې روان کال افغانستان کې سیستماتیک ترورونه او هدفی وژنې څه باندې دوه برابره شوې او ۱۶۳۴ تنه ملکیانو ته پکې مرګژوبله اوښتې. (۶۹۶ کسان وژل شوی او ۹۳۸ ټپی شوی دی.)
د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم تېره اونۍ په ۲۰۲۱ کال د افغانستان د جګړې د ملکی مرګژوبلې شپږ میاشتنی راپور خپور کړی و.

یوناما خپل راپور کې لیکلی وو چې د ۲۰۲۱ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ولسی مرګ ژوبله ۴۷ سلنه لوړه شوې، په تېره د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیلېدو او د طالبانو د بریدونو له ډېرېدو سره پکې ځانګړی او چټک زیاتوالی راغلی دی.
یوناما خبرداری ورکړی و که روان تاوتریخوالی کم نه شی، سږنی کال به د دې ادارې له خوا د ولسی مرګژوبلې د ثبتولو له پیلېدو (۲۰۰۹) راهیسې تر ټولو ډېر مرګونی کال وی.
د یوناما رپوټ کې راغلی و چې ۲۰۲۱ کال لومړۍ نیمایی د افغانستان جنګ جګړو کې ۵۱۸۳ ولسی وګړو ته مرګژوبله اوښتې چې ۱۶۵۹ پکې وژل شوی او ۳۲۵۴ ټپی شوی دی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون خپل راپور کې وایی هغو ملکیانو کې چې روان کال افغانستان کې مرګژوبله ور اوښتتې ۵۰۴ تنه ښځې او ۱۴۵۶ ماشومان دی.
راپور کې راغلی چې په دې توګه د ښځینه ملکیانو تلفات ۶۹ سلنه او د ماشومانو ۱۳۱ سلنه لوړ شوی دی.
د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی روان کال افغانستان کې ملکی خلکو ته د اوښتې مرګژوبلې ۵۶ سلنه طالبانو، ۲۲ سلنه ناپېژانده عاملانو، ۱۵ سلنه دولتی ځواکونو او ۷ سلنه داعش ډلې اړولې ده.
د یوناما د تېر اوونۍ راپور کې حکومت ضد عناصر د ټولې اوښتې ملکی مرګژوبلې د ۶۴ سلنې (طالبان د ۳۹، داعش د نږدې نهه او نامالوم وسلوال هم د ۱۶ سلنې) ولسی مرګ ژوبلې مسوول بلل شوی وو.
د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وایی د ۲۰۲۱ کال لومړۍ شپږ میاشتې د افغانستان جګړه کې ۱۳۰ پلونه او پلچکونه، ۱۳ ښوونځی او ۳ کلېنیکونه ویجاړ شوی.

د دغه کمېسیون راپور کې د ناپېژانده کسانو لخوا کابل، پروان، بغلان او کندوز کې د چاودنو په وسیله د وارداتی بریښنا د ۳۹ ستنو د نړېدو یادونه هم شوې چې پر مالی زیان سربېره یې میلیونونه کسان له ستونزو سره مخامخ کړی.
د بشری حقونو خپلواک کمېسیون خپل راپور کې د جګړې له ښکیلو خواو غوښتل شوی چې د ملکی خلکو د ژوند او ټولګټو تاسیساتو خوندیتوب له پامه نه غورځوی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم ویلی و، که دا زیاتېدونکی تاوتریخوالی کم نه شی، نو سږ کال به ګڼ شمېر ولسی افغانان معیوب یا ووژل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید