روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د اسلامی امارت د کابینې په غونډه کې:  اقتصادی کمیسیون دې د ( عینک) کان د کیندنې د عملی پیل بهیر وڅیړی

شریعت: د اسلامی امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د ریاسه الوزراء د درې واړو مرستیالانو او سرپرستو وزیرانو په ګډون دائره شوه.

غونډه د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې د لوی څارنوال لخوا د پخوانی رژیم پر مهال نیمګړو پاته دوسیو په اړه د ورسپارل شوې څیړنې ګزارش وړاندې شو او بیا د اجنډا له مخې موضوعات وڅیړل شول.

په غونډه کې اقتصادی کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د مس عینک کان د کیندنې چارو عملاً پیل کیدو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په موخه دې دا موضوع او قرارداد وڅیړی. دغه راز دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استازیو په ګډون یو پلاوی وګماری، چې د مس عینک په ساحه کې د تاریخی آثارو د انتقال یا پر خپل ځای پاتې کیدو موضوع بررسی کړی.

په غونډه کې د ترانسپورت وزارت د مرستیال په مشرۍ هیئت وګمارل شو چې په نشه یی توکو د روږدو کسانو لخوا د مسافر بری موټرو چلولو، په ښارونو کې د ترافیکی ګډوډۍ او د مجاهدینو لخوا د ترافیکی پیښو اړوند موضوعاتو څېړنه ترسره، د حل لاره دې پیدا او پایله دې کابینې ته وړاندې کړی.

کابینې د سوالګرو د ډیرښت ستونزې حل په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او افغانی سرې میاشتې ټولنې لخوا په ګډه چمتو شوې طرحه تصویب کړه. اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې خپل مکلفیتونو په جدیت سره  ترسره کړی.

غونډه په دعائیه سره پای ته ورسیده.

ممکن است شما دوست داشته باشید