روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان جیوپولتیک د متعارفی جګری په درشل کې

د سولی راوستولو هڅی او، اوسنی مهال د افغانستان او سېمی د جیوپولیتیک جیوایکانومیک حالاتو ارزونه، شننه او د زبرځواکونه د بد څولۍ او اروړ (حسد تمی او بدنیتۍ) سترګې.

مونږولیدل چې د شرقی هېوادونو مبارزه له لویدیځ سره په څو څو ځلی په افغانستان کې پایښت درلوده او دغه جګړې د ۱۷۴۷ او  ۱۷۷۳ کالونو څخه په خورا مخفی توګه پیل شوې خو د شاه زمانخان له سلطنت څخه رادیخوا دربار کې له سیاسی ستونزو او جګړو څخه یې داور لمږی تودی او بلی وساتل شوې.

له ۱۸۶۳ څخه رادیخوا په دولت کې یو څه نسبی سمون راغی، خو دغه چارې له ۱۸۹۳ کال د نوامبر له ۱۲ مې څخه را وروسته بیا ترخې او خچنې شوی.  د شاه امان الله خان غازی په لس کلن دورکې بیا هم حالات ښه شول مګر د کلونیالیزم (ښکیلاک) له لوری د ۸ میاشتو له پاره بیا هم ستونزی راوپنځول شوې، او د محمدظاهرشاه په آرام عصر کې حالات سم وو.

کله چې په ۲۶/۴/۱۳۵۲ کې سپینه کودتاه وشوه له هماغه عصر څخه بیا هم مشکلات وپنځیدل دثور په کودتا سره یې وده وګړه بیاتر اوسه په میلیونو کسان په (افغانستان) کې ووژل شول او وینې وبهېدى چې دا حالات لاتر اوسه پایښت لری.

د لویدیځو او شرقی استعماری کړیو او د کورنیو کم لوستو او د سیاست په ډګر کې د بیسوادو او کم سوادو کسانو کوم چې له ښکیلاک او زبیښاک سره یې اړیکې درلودلې افغانان یې په بحران (کړکیچ) کې ساتلی او د زورمندی په واسطه د خپلو ناروا ګټو د ساتلو په موخه په هېواد کې د جنګ جګړی لمبې بلی ساتی او دایوه جفا، ظلم او بی عدالتی ده، کوم چې د بهرنیو په ګټه کار کول دی او خپله مېنه بربادول.

– له ۴۰ کالو راهیسې، د ننه په هېواد کې د نامریې استخباراتی جګړې لمن خورا خوره ده او تورلوګې د افغانستان له کوره پورته کیږی افغانان پکښی سوزیږی او وطن یې تباه کیږی.

د جنګ هژمونی، سیادت او لاسته راوړنی: دا ښکاره ده چې پر افغانستان تپل شوی جګړی کې د ګاونډیو، د سیمې او هم د لویدیځې نړی په پټه او څرګنده لاس وو او دی. د تپل شوې د جګړی رهبریت، قیادت او مدیریت په لاس کې لری، هر څوک د سیمی د قدرت د حاصلولو او پر افغانستان د حاکمیت له پاره سعی کوی او افغانان د (فقر، مرض، بیسوادی) او هم د (اتنیکی جګړو له لاندی څلور عناصرو په توره لومه کې زولانه ساتی، مذهبی جګړی، سیمه ییزی جګړی، ژبنی جګړی او نژادی اختلافاتو ته لمنه وهی، د دی ترڅنګ تش په نامه عوام فریب تبلیغات (دیماګوژیک) حرکتونه هم کوی او دا دشمن له دسیسو څخه دی او زیان لری.

چی دا ټول د عام بشریت په حقونو او هېواد او هم پر نوې ډیموکراسی، عدالتی او علمی چارو او ټولنو ظلم دی. چی د دې ظلم، جګړو مدیریت، رهبریت او د بشری قوی او مادی تخنیکی، مالی عناصرو چمتو کوونکی یې نور دی او ګټی هم ترلاسه کوی. ښایی افغانان او ځینی کړۍ کوم چې د هېواد پالنې ډبره پر ټتروهی پوه شی چې نورنو افغانان هم پوه شوی ویښ، بیداره او په سیاست کې معلوماتونه لری، نورنه چلیږی. بلکی د چارو مدیریت به له هغوۍ څخه واخلی او په راتلونکی (مستقبل) کې به ظالمان د عدالت منګولوته وسپاری او د جګړی له تور داغ څخه به بې غمه شی.

  • د تحلیلی کتنې او ارزونې له مخې اوسنۍ شیبې کوم چې د جګړی د پای ته رسولو او د سولې، پخلاینی هڅی کیږی، د افغانانو په ګټه دی.
  • په سیمه کې د زبرځواکونو خپل منځی سیالۍ اوس مهال لوړی کچې ته رسیدلی دی، نور نو دغه سیالې پخې شوې او یو د بل په وړاندی دغچ اخیستلو په عوض په خوارۍ او اقتصادۍ ګټو فکر کوی.
  • نوخامخا د افغانستان له جیوایکانومیک حالاتو څخه کوم چې په افغانستان کې د دولتی اراکینو په پلانی سعی د بدلون (مثبت) خوا ته درومی، باید ګټه واخلی.

د بیلګی په توګه: د چاه بهار بندر موضوع یا د هوایې دهلیزونو پرانستل او عملاً په کار اچول، د تاپې پروژی، د سارک سازمان او یا په افغانستان کې د هرات د زعفرانو کښت، د پکتیکا، خوست د جلغوزو سوداګړۍ، په هېواد کې د شنو خونو زیرمه تونونو جوړول او د صنعتی پارکونو جوړیدا او نور… د دی لامل شوی. د جیو ایکانومیک حالات په طبیعی ډول بدلون ومومی او د افغانستان حالاتو په اړه د  زبرځواکونو اندیښنی سمې شی.

– کله چې په افغانستان کې اقتصادی پروګرامونه جوړ او په پلانی توګه تطبیق شی لکه د ۱۳۹۷ کال د قوس د میاشتی په ۲۲ می د ۲۰۱۸ میلادی کال د دسامبر د لسمی سره برابره ده د لاجوردو د لاری پرانستل کوم چې د منځنی آسیا هېوادونو چې تل یې له افغانستان سره ښی اړیکی درلودلی او پاللی دی د افغانستان په ګټه دی.

– دا پخپله د افغانستان په سیاسی جغرافیا اغیزښندی او د سیمی د زورمندانو او حریصانو سترګی ړندیږی او د افغانستان د ملت له پاره به په مستقبل کې الزاماً نفع ولری. په دی توګه د افغانستان دولت، متحا به هېوادونه او په لویدیځ کې متحده ایالاتو او ناټو او د هغو ځانګړی استازی په دی باب سم ګامونه او چتوی.

نو اړینه ده چې د معلومو (متعارفو) جګړو او د ترهګری، د مخدر توکو، فسادونو او… څخه به مخنیوی وشی، د هغو پرځای به اقتصادی پروګرامونه طرح او عملی شی چې هم به ګاونډی او هم به نږدی سیمه او نور دوستان د افغانستان له سیاسی اقتصادی جغرافیا څخه په سمه توګه ګټه واخلې.

نو زبر ځواکونه د خپلو سیاسی طرحو په درشل کی نن ورځ د افغانستان د سیاسی حالاتو په کابو کولو پخلاینی، جوړونی، سمون او پرمختګ باید ډیر فکر وکړی که څه هم جګړه ماران افراطیون اورپکی به ژرقناعت ونه کړی، مګر ډیره سعی په کار ده چې ریښی یې وچې شی او حامیان یې یا قناعت وکړی یا د نړیوالو اقتصادی نظامی فشارونه پرې زیات شی ترڅو اړشی او د اوسنی وضعی څخه سمه ګټه پورته شی..

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید