روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان جلغوزی د افغانستان په لوګو بهر ته صادرېږی

د اسلامی امارت چارواکی وایی چې په پکتیا کې د رحیم ګردېزې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه د رحیم ګردیزی په لوګو اتلس ټنه پروسس شوی جلغوزی ایټالیې هېواد ته صادرېږی چې د صادرېدو بهیر یې پیل شوی دی.

په پکتیا کې د رحیم ګردیزی د جلغوزو د پروسس فابریکه له میاشتو میاشتو وروسته ایټالیا ته  جلغوزی ولېږدول.

دغه فابریکه په افغانستان کې د جلغوزو د پروسس ستره فابریکه ده.

د رحیم  ګردېزی د جلغوزو د پروسس فابریکې یوه مسوول باختراژانس ته وویل چې دوى زیاتره جلغوزی د هېواد له جنوب څخه ترلاسه کوی.

د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه په افغانستان کې د جلغوزیو زیات ځنګلونه لری چې ښه خوند او کیفیت لری او په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې زیات پېرودونکی لری.

د رحیم ګردیزی د جلغوزیو د پروسس فابریکې مسوولین وایی چی ١٨ ټنه جلغوزی یی په ١٨٠٠ کارتونونو کې ایټالیا ته صادر کړی دی.

دغې فابریکې مخکې له دې هم د افغانستان جلغوزی له پروسس وروسته د امریکا، چین ، هند ، اروپا په تیره بیا المان او انګلستان ته صادر کړی دی.

مسوولین هیله لری چې له بېلابېلو  لارو د افغانستان صادراتو بهیر ګړندى شی

چې هغوی  وکولاى شی د پخوا په شان جلغوزی صادر کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید