روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست:کندهار او هلمند کې به سیلانیانو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شی

شریعت: د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملاخیر‌الله خیرخواه د کندهار ولایت مقام کې د هلمند والی مولوی طالب او د کندهار له والی حاجی محمد یوسف وفا سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ملاخیر‌الله خیرخواه وویل، چې کندهار ته یې د خپل سفر موخه دا ده، ترڅو د کندهار او هلمند په یوشمېر سیلانی سیمو کی بهرنیو سیلانیانو ته د تفریح ښه زمینه برابره کړی.

هغه په خپلو خبرو کی خوښی وښوده، چی د افغانستان اسلامی امارت په راتګ سره په زرګونه بهرنیو سیلانیانو له بېلابیلو ولایتونو په ځانګړې توګه له کندهاره لیدنه کړې، چی په خبره یې لا هم بهرنی سیلانیان لېواله دی، څو د کندهار له تاریخی او نورو ځایونو څخه لیدنه وکړی. درې واړه لوریو په کندهار او هلمند ولایتونو کی سیلانیانو ته د ښې زمینې برابرولو په موخه هراړخیز بحث او خبرې وکړې او لازمې پرېکړې وشوې او ترڅنګ یې ټینګار وشو، ترڅو د کندهار او هلمند ملکی او نظامی ادارې په خپلو منځو کې بشپړه همغږی راولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید