روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ نشراتی معین: موږ له رسنیو یوازې د حقایقو خپرول غواړو

مرکیال: سلیمان سعید

د شریعت جرېدې خبریال د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نشراتی معین محترم مهاجر فراهی سره یوه خصوصی مرکه کړې چې دادی ښاغلو لوستونکو ته یې کټ مټ وړاندې
کوو:

پوښتنه: السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته! تر هر څه لومړی درته ښه راغلاست وایو، هیله ده روغ جوړ به یاست. محترم فراهی صاحب! په مجموع کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتی برخه څرنګه ارزوئ؟

ځواب: وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته! مننه، خدای مو کامیاب لره. د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې نشراتی معینیت لګیا دی، هڅې کوی چې ګرانو هېوادوالو او په مجموع کې ټولې نړۍ ته د افغانستان اسلامی امارت حقیقی انځور وړاندې کړی. اوس مهال باختر اژانس په اوو ژبو (عربی، انګلیسی، اردو، روسی، پښتو، دری او ازبیکی) فعالیت لری او هڅه روانه ده چې په نورو سیمه ییزو او نړیوالو ژبو هم فعالیت پیل کړی. همداراز؛ څلور چاپی ورځپاڼې لرو: شریعت، انیس، هیواد او کابل ټایمز. هڅه کوو چې د چاپ لړۍ یې لا پراختیا ومومی او ټولو ولایاتو او د هېواد هر ګوټ ته چاپی ورځپاڼې ورسیږی.

پوښتنه: د نشراتی معینیت اړوند یوازې باختر اژانس په ټولنیزو رسنیو کې منظم فعالیت لری، خو څرنګه چې اوسنۍ زمانه کې اکثره خلک انلاین رسنیو ته مراجعه کوی، نو ایا داسې څه پلان شته چې چاپی ورځپاڼې هم انلاین فعالیت پیل کړی؟

ځواب: هو! هڅه کوو چې زموږ ورځپاڼې او مجلې انلاین فعالیت هم پیل کړی. ان شاء الله؛ ټولې ورځپاڼې به د منظمو سایټونو له لارې انلاین نشرات ولری، تر څو هر ځای ته زموږ غږ ورسیږی. دغه راز؛ د اطلاعات او فرهنګ وزارت رسمی ویب سایټ هم فعال شوی او کوښښ کوو چې خپلو فعالیتونو ته نوره پراختیا هم ورکړو.

پوښتنه: پر رسنیو د څار ریاست فعالیت څرنګه ارزوئ، ایا داخلی رسنۍ د اسلامی امارت اصول مراعتوی؟

ځواب: هو! رسنیو سره اکثره ستونزې حل شوې دی او یاد ریاست هڅه کوی چې په مسلسله توګه د رسنیو نظارت وکړی. البته؛ موږ له رسنیو یوازې د حقایقو خپرول غواړو، هدف دا نه دی چې پر رسنیو سانسور او محدودیتونه وضع شی. زموږ یوازنی هدف دا دی چې رسنۍ د دینی او ملی اصولو په رڼا کې فعالیت وکړی او موجود حقایق او واقعیتونه په ښه انداز هېوادوالو او نړۍ ته ورسوی. موږ له رسنیو سره همېشه په تماس کې یو، غونډې او مجالس لرو. هیله ده چې راتلونکې کې یو منظم چوکاټ ولرو او ټولې رسنۍ د هغه مطابق خپلو نشراتو ته دوام ورکړی.

پوښتنه: بهرنۍ رسنۍ د افغانستان په اړه ډېر منفی او درواغجن تبلیغات کوی، خو مقابل کې د اسلامی امارت تبلیغاتی برخه نسبتاً کمزورې ده، ایا دې برخې ته به راتلونکې کې څه توجه وشی؟

واقعیت دا دی چې بهرنۍ رسنۍ همېشه له حقایقو لرې، پروپاګند او تبلیغات خپروی. کله چې امریکا او ناټو په نظامی ډګر کې مات او له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شول، نو یوازنی مورچل چې دوی تود ساتلی دی، هغه د اسلامی امارت پر وړاندې د دوی رسنیز ډګر دی. اوس د رسنیو له لارې پراخ تبلیغات او پروپاګند خپروی، چې هیڅ حقیقت نه لری. دوی هڅه کوی چې د افغانستان اسلامی امارت او د هېواد د روان وضعیت ناسم انځور نړۍ ته وړاندې کړی. سره له دې چې د اسلامی امارت امکانات نسبت هغوی ته، ډېر محدود دی، خو بیا هم موږ هڅه کوو چې د دوی د تبلیغاتو په مقابل کې موجود او رښتینی حقایق نړۍ ته ورسوو. دې برخې ته موږ متوجه یو او خپل پوره کوښښ کوو، ان شاء الله!

پوښتنه: شریعت ورځپاڼه چې د اسلامی امارت یوازنۍ رسمی او تأسیس شوې ورځپاڼه ده، فعالیت یې سلمې ګڼې ته ورسېد او کلیزه یې پوره شوه، فعالیت یې څرنګه ارزوئ؟

ځواب: شریعت ورځپاڼې په رښتینې معنی خپل اصالت او رسالت ساتلی دی، د خبر رسولو برخه کې یې تر ډېره حده بنیادی او بنسټیزې هڅې کړې دی او رسنیز ډګر کې ښه ځلېدلې ده. هیله ده چې همداسې په اخلاص خپلو نشراتو ته دوام ورکړی. موږ هڅه کوو چې خپلې ورځپاڼې د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوو. شریعت ورځپاڼه چې پیل او تأسیس یې اسلامی امارت کړی، په خورا صداقت، دقت او ایماندارۍ خپلې چارې مخ ته وړی. امید مو دا دی چې د حقایقو په رسولو کې رغنده رول ولری او آینده کې یې فعالیتونه نور هم معیاری او
منظم شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید