روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت مشرتابه په هلمند کې د یو خبریال پر وژل کېدو خواشینی څرګنده کړه

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت مشرتابه په هلمند کې د آزادۍ راډیو د سیمه ییزخبریال محمدالیاس داعی وژل کېدل وغندل.
د آزادی راډیو سیمه ییزخبریال محمد الیاس داعی د سپرلۍ پرموټر د چسپکی ماین په چاودنه کې ژوند بایلود.
په دې پېښه کې د محمد الیاس داعی ورور چې د دویچې ویلې سیمه ییزخبریال دی، له یوبل کس سره ټپی شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خبریالانو پرخلاف دغه برید غندی او د جګړې له لوریو غواړی پرېږدی چې خبریالان خلکوته په اطلاع رسولو کې خپل مسوولیتونه له هرډول ګواښ پرته سرته ورسوی.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت رهبری د محمد الیاس داعی پړمړینې خواشینی څرګندوی او داعی ته د فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو ته یې او همدارنګه د هېواد رسنیو ته د جمیل صبرهیله کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید