روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی حرکتونو د ناکامۍ لامل

عبدالستار سعادت

دکتور عبدالله النفیسی وایی: د اسلامی حرکتونو د ناکامۍ لامل دا دی چې شعارونه لری، خو ستراتیژیک لیدلوری نه لری. دوی دا شعار ورکوی چې اسلام د ستونزو د حل لار ده؛ خو د دې شعار د عملی تطبیق لپاره یوه مفصله او فکری څېړنه نشته. د ستراتیژیک لید لپاره د شعارونو پر ځای مفکرینو ته اړتیا ده؛ مګر اسلامی حرکتونه واعظین لری او د مفکرینو له کمښت سره مخ دی.خطیب په اخلاقیاتو تمرکز کوی او برخورد یې عاطفی وی. خو مفکر په مفاهیمو تمرکز کوی او منطقی برخورد کوی.

ما مرسی ته هم ویلی و، چې سیاست په ولسی محبوبیت مه قیاسوئ. یو تنظیم به د خلکو په منځکې خورا محبوبیت لری، مګر په سیاست کې به ناکام وی. د اخوان المسلمین د حکومت د راپرزېدو لامل دا و چې مرسی به د واکمنې شورا پرېکړې عملی کولې، ستونزه دا وه چې د واکمنې شورا ټول غړی له ۷۰ کالو پورته وو. ځینو یې ۱۰ او ۲۰ کاله بند هم تیر کړی و او له دې څخه بالکل  ناخبره وو چې په ټولنه کې څه تیریږی او سیاسی وضعیت څه ډول دی.

زما مشوره دا ده چې اسلامی تحریکونه دوه لسیزې د ځان په جوړولو کار وکړی او بیا سیاست ته داخل شی. په دې موده کې دې خپل ستراتیژیک لید ته وده ورکړی، سیاسی کادرونه دی وروزی او له نړیوالې ټولنې سره دې اړیکی او اشنایی پیدا کړی. اوس د اسلامی حرکتونو او نړیوالو ترمنځ اړیکی ډیرې کمزورې دی. مونږ لا هم له نړیوالې ټولنې سره تعامل نه شو کولی. دا حکمت نه دی چې ووایو چې نړۍ د اسلام په نوم هیڅ شی نه شی زغملی. دا خبره به تر یوه حده سمه وی، مګر تر دې اندازې هم نه ده. له نړیوالې ټولنې سره د خبرو اترو او تعامل لپاره مجال شته دی. په راکړه ورکړه او تعامل باندې څه دنیا نه رانړیږی.

په اسلامی حرکتونو کې (صفری) ذهنیت حاکم دی. صفری ذهنیت په دې معنی  چې یا به تاسو هر شی ترلاسه کوئ او یا به هیڅ شی نه ترلاسه کوئ.

ممکن است شما دوست داشته باشید