روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی امارت یوه بله کارنامه!

محمد اصف آزاد

د افغانستان وروستۍ د څو لسیزو تاریخ له خورا ډېرو لوړو ژورو ډک دی. په کمه موده کې ګڼ حکومتونه پکې راغلل او پسې لاړل. مختلفې مفکورې تحمیل شوې، مختلف نظامونه وتپل شول او مختلفې څېرې تر ارګه ورسېدې. خو ډېری له دغو یې د افغانستان او د افغانستان د خلکو د خوښې، خیر او فلاح پر ځای د پردیو خیر او ګټه خوندی کوله. د افغانستان د ارزښتونو پر ځای یې پردی ارزښتونه خپرول. ولې به داسې نه و؟! چې پردیو روزلی او د پردیو په زور راوړل شوی او تحمیل شوی و او واک یې د بهرنیو لښکرو په زور چلېده.

خو د افغانستان د تاریخ په همدغه سرګردان پړاو کې له نېکه مرغه یو داسې خوځښت او تحریک هم را وټوکېده، چې د دې ټولو برعکس؛ نه له شرقه اغېزمن و او نه له غربه؛ بلکې سوچه اسلامی او افغانی خوځښت او تحریک و/دی. چې پرته له شکه دا ویاړلی خوځښت اسلامی امارت و/دی. اسلامی امارت په خورا سختو او ناسازو حالاتو کې د دې هېواد او ملت د ژغورنې لپاره د قربانۍ ډګر ته تللی او له ډېرو لوړو ژورو او پېچومو یې دا هېواد او ملت را تېر کړی. د ډېرو ناترسه او سړیخورو دښمنانو له شومو دسیسو یې ژوندی را ویستلی او له لوېدو یې ژغورلی او بېرته یې په لوړ برابر کړی او د دښمن ټولې دسیسې یې شنډې کړی. آن چې د دې خوځښت پیل داسې وشو، چې دا هېواد او ملت یې له یوې خونړۍ او نابودوونکې دسیسې وژغوره.

هسې خو د اسلامی امارت ټول تاریخ له ډېرو سترو مبارزو، له ویاړه ډکو کارنامو او سترو بریاوو څخه جوړ دی؛ خو د خپل تاریخ په ټول پړاو کې یې څو ځلې له خورا خطرناکو دسیسو دا هېواد او ملت ژغورلی، چې له ډلې یې د فساد له جګړو د ژغورنې، د شل کلن یرغل او په دې پړاو کې له مختلفو دسیسو او فتنو د ژغورنې او له داعشی فتنې د ژغورنې څخه یادونه کولی شو، چې په دې اړوند ما په یوه بله لیکنه کې (طالب؛ ملی محسن!) کې یادونه کړې. نن غواړم پر دې د یو بل ور زیات شوی پړاو هم یادونه وکړم، چې هغه د امریکایی یرغلګرو د ویستلو د وروستیو وختونو د دسیسو څخه د هېواد او ملت ژغورنه ده.

امریکا هیڅ دا تمه نه درلوده چې د دوی په وتلو سره دې اسلامی امارت داسې ژر او مدبرانه ډول سره حالات کنترول او له ګډوډۍ وژغورلی شی. خو د الله تعالی په نصرت اسلامی امارت وتوانېده چې په ډېره کمه موده، یوولسو ورځو کې نیږدې ټول هېواد په خپل کنترول کې واخلی او ټول هغه څه ناکام ثابت کړی، چې دلته یې د مختلفو ډلو د شتون، د غچ اخیستلو د جګړې او پاشلتیا تبصرې کېدلې. په ډېره کمه موده کې یې ټول حکومتی سیستم فعال کړ، ادارت یې فعال کړل، تعلیمی سیستم یې روان وساته، امنیت یې په بې سارې بڼه برقرار کړ او ټول هېواد د یو امیر د یو فرمان تابع شو. نه د غچ اخیستنې د جګړو اور بل شو، نه هېواد او امارت وپاشل شو، نه حکومتی ادارې وشړېدې، نه خپل سری، لوټ او تالان ګډ شو. د افغانۍ کرنسۍ د له منځه تللو له ټولو تبلیغاتو سره سره یې په ډېره ښه ډول وساتله او بانکونه یې فعال وساتل.

موږ که د افغانستان تېر ځل د شوروی له وتلو او د هغوی د لاسپوڅی رژیم د ټغر ټولېدلو څخه وروسته د افغانستان حالاتو او هم د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو څخه د بهرنیو یرغلګرو له وتلو وروسته حالاتو ته نظر وکړو؛ بیا به وپوهېږو چې اسلامی امارت په څومره ښه ډول لویه بریا خپله کړه او هېواد او ملت یې وژغوره. امریکا هیڅکله دغسې وتل نه غوښتل چې د دوی له وتلو سره دې دلته یو جوړ او سالم نظام واک ته ورسیږی او د هېواد اداره کولو چارې دې سمبالې کړی. دوی هیله درلوده چې تر وتلو وروسته به یې پاتې شونې اداره حد اقل څو میاشتینۍ مقاومت وکړی شی، چې په پایله کې به یې افغانستان په یوې نوې بڼې جګړې کې ښکېلیږی، تاسیسات به ورانیږی، له موږ پاتې نظامی وسایل او وسایط به یو د بل پر وړاندې په کارولو کې له منځه ځی او بلاخره به د یوه جوړ، منظم او بریالی نظام څخه نه برخمن کیږی. دا د امریکایانو همیشنۍ پالیسی ده، چې ترې پاتې کېدونکی هېواد باید په یوه همداسې حالت کې را ګیر شی. عراق کې هم امریکا همداسې وکړل.

په افغانستان کې امریکایانو هغه څه غوشتل، څه یې چې وروستیو پنځلسو ورځو کې د کابل په هوایی ډګر کې نندارې ته وړاندې کړل؛ آن له هغې په کراتو کراتو خطرناک او خونړی حالت یې غوښته. ورانۍ او تخریب، وېره او ترهه، وژل او وهل، لوټ او تالان، او یو مخ ګډوډی یې غوښتله. هیڅکله یې دا نشول زغملی چې تر دوی وتلو وروسته دې داسې یو جوړ او منظم نظام راشی.

خو د امریکا د دې ټولې شومې هڅې سره سره، لله الحمد، اسلامی امارت د الله تعالی په نصرت او مدبرانه سیاسی رهبرۍ سره وکولی شول چې د امریکا په وتلو سره افغانستان له ناورینونو وژغوری، د دسیسو ښکار نشی، ونه پاشل شی، جګړې ونشی، بې ثباتی او له کنتروله وتلی حالت رامنځته نشی او د نیابتی جګړو او وژنو ډګر ونه ګرځی.

نو پای ویلی شو چې اسلامی امارت د خپل له ویاړه ډک تاریخ پاڼو کې یو بل زرین باب زیات کړ او یوه بله کارنامه یې په خپل نوم کړه!

ممکن است شما دوست داشته باشید