روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی امارت په تشکیلاتو کې نوې ګمارنې

د عالیقدر امیرالمؤمنین محترم شیخ مولوی هبه الله اخندزاده صاحب حفظه الله د فرمان په اساس لاندې ټاکنې او تبدیلیانې ترسره شوې.

۱ـ محترم څارنوال عبدالولی د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه.

۲ـ محترم مولوی مخدوم عبدالسلام سعادت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معین په توګه.

۳ـ محترم مولوی دین محمدحقبین د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ادارې او مالی معین په توګه.

۴ـ محترم قاری صلاح الدین ایوبی د کلیو پراختیا او بیا رغونې  وزارت د پلان او پالیسۍ د معین په توګه.

۵ـ محترم مولوی عتیق الله عزیزی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګی معین په توګه.

۶ـ محترم ملا سعدالدین اخند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، ادارې او مالی معین په توګه.

۷ـ محترم حافظ صاحب محمدامین د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت د مالی او ادارې معین په توګه.

۸ـ محترم مولوی احمدطه د سرحدونووزارت د سرحدونو د پلټنې د معین په توګه.

۹ـ محترم مولوی عبدالرحمن حقانی د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مسلکی معین په توګه.

۱۰ـ محترم شیخ صاحب سید رسول د تفتیش د عالی ادارې د رئیس په توګه .

۱۱ـ محترم حافظ مولوی حسیب الله حامد د لوړو زدکړو وزارت د مالی او ادارې معین په توګه.

۱۲ـ محترم مولوی عطاؤالله عمری د ملی دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه .

۱۳ـ محترم مولوی محمدقاسم فرید د ملی دفاع وزارت د پالیسۍ او پلان د معین په توګه.

۱۴ـ محترم مولوی عبدالعلی جهادیار د ملی دفاع وزارت د ساختمانی چارو د رئیس په توګه.

۱۵ـ محترم حاجی مالې خان د ملی دفاع وزارت د مسلحو قواوو د لوی درستیز د مرستیال په توګه.

۱۶ـ محترم امیرخان حقانی د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه.

۱۷ـ محترم ملا عبدالمنان اخند د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مرستیال په توګه.

۱۸ـ محترم ملا باری ګل اخند د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه.

۱۹ـ محترم ملا عبدالرزاق اخند د ۲۰۷ الفاروق قول اردود رئیس ارکان په توګه.

۲۰ـ محترم مولوی حزب الله د ۲۰۳ قول اردو د رئیس ارکان په توګه.

۲۱ـ  محترم مولوی ګل محمد د جوزجان ولایت د والی د مرستیال په توګه.

۲۲ـ محترم مفتی شاولی د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د مدنی دیوان د مفتی په توګه.

۲۳ـ محترم مولوی غلام حضرت د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست  د نظامی منسوبینو د دیوان د رئیس په توګه.

۲۴ـ محترم شیخ مولوی سخیداد د ارزګان  ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په توګه.

۲۵ـ محترم مولوی عبدالمنان قانع د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د تفتیش د رئیس په توګه.

۲۶ـ محترم قاضی محمد صادق د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د تعلیماتو د استاد په توګه.

۲۷ـ محترم شیخ مولوی عبدالرحیم د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په توګه.

۲۸ـ محترم مولوی عبدالودود د زابل ولایت د مرافعه محکمې د جزاء د دیوان د رئیس په توګه.

پورته ټولو مسئولینو ته د الله تعالی له دربار څخه په خپلو ورسپارل شوو امورو کې توفیق او بریا غواړو.

 والسلام ذبیح الله مجاهد د اسلامی امارت ویندوی

ممکن است شما دوست داشته باشید