روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی امارت په تشکیلاتو کې نوی کسان په دندو وګومارل شول

شریعت: د افغانستان اسلامی امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوی هبه الله اخند زاده حفظه الله د لزوم دید له مخې د اسلامی امارت په لوړ رتبه بستونو کې نوی کسان په دندو وګومارل شول.

۱- د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکینی معین مولوی عارف الله عارف د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د مالی او اداری معین په توګه.

۲- د برېښنا شرکت مخکینی رئیس ملا محمد عیسی ثانی د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د معین په توګه.

۳- د هرات مخکینی ښاروال مولوی حیات الله د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتی معین په توګه.

۴- د چارو ادارې لوی ریاست د ملی تدارکاتو مخکینی رئیس ملا حمدالله زاهد د مالیې وزارت د اداری معین په توګه.

۵- د کندهار حوزې د برېښنا مخکینی رئیس ملا محمد حنیف حمزه د برېښنا شرکت د رئیس په توګه.

۶- د کندهار ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاست مخکینی رئیس سید مولوی برآت شاه اغا ندیم د اترا ادارې د رئیس په توګه.

۷- الحاج ملا عبدالهادی یعقوب د کندهار ولایت د فوائد عامې ریاست د رئیس په توګه.

۸- د ښار جوړولو وزارت مخکینی مالی او اداری معین حافظ محمد امین د کندهار حوزې د برېښنا د رئیس په توګه.

۹ـ د کندهار ولایت د ترانسپورټ مخکینی رئیس ملا عبدالجبار اخند د دغه ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغونی ریاست د رئیس په توګه وټاکل شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید