روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د اسلامی امارت له واکمنۍ وروسته په ګمرکونو کې لاندې اسانتیاوې برابرې شوې

۱٫دا چی په تېر نظام کی د اجناسو قیمتونه په سیستم کی غیر معیاری او لوړ ثبت سوی وو، د سوداګرو د غوښتنی سره سم موږ د زرګونو اجناسو قیمتونه په سیستم کی اصلاح او را ټیټ کړل.

۲٫د سوداګرو د سهولت به موخه مو د هغو اجناسو لپاره چی سیستم کی ئې زرګونه کوډونه درلودل یواځی یو کوډ جوړ کړی دئ.

۳٫بهرنی ترانزیټ کی د اسانتیا لپاره مو زمانی معیاد زیاد کړی، چی پخوا تر ۵ ورځو پوری وو اوسمهال له ۸ څه تر ۱۰ ورځو ټاکل سوی.

۴٫ټولو ګمرکونو ته هدایت سوی، چی د اموالو په طی مراحلو کی تازه میوو او ترکاریو ته لومړیتوب ورکړی؛ څو له خرابیدو څخه یې مخنیوی وسی.

۵٫د سوداګریزو مالونو د چتک طی مراحلو لپاره د تورخم او سپین بولدک سرحدی ګمرکونه اوس مهال ۲۴ ساعته فعالیت کوی او نور اکثره ګمرکونه ۱۲ ساعته ګمرکی فعالیتونه تر سره کوی.

۶٫هغه ګمرکونه چی د کارکونکو له کمښت سره مخ وو، په تشکیل کی ورته کارکونکی زیات سوی او یا هم خدمتی کارکونکی ورته لیږل سوی دی، چی له دې سره په ګمرکونو کی طی مراحل چټک سوی دی.

۷٫ټولو سوداګریزو شرکتونو ته مو د اسیکوډا په سیستم کی یوزرونه جوړ کړی، چی وکولای سی د وخت له ضایع کېدو پرته له خپل کار ځای او یا هم له هیواد څخه بهر د خپلو مالونو اظهار پاڼه ډکه او طی مراحل کړی او په دې برخه کی دوی ته ټریننګ هم ورکړل سوی.

۸٫د هیواد په ټولو ګمرکونو کی مو انالوک او ډیجیټلی تلې نصب کړی؛ څو د سوداګریزو مالونو وزن په چټکۍ سره معلوم کړی.

۹٫د ګمرکونو لوی ریاست رهبری اړتیا ته په کتو سره ولایتونو ته رسمی سفرونه کړی؛ څو د سوداګرو ستونزی له نږدې واوری او د حل لپاره ئې اقدامات تر سره کړی.

۱۰٫د ګمرکونو لوی ریاست رهبری هره ورځ له کومو تشریفاتو پرته له سوداګرو او مراجعینو سره ګوری، د دوی ستونزی اوری او د حل لپاره ئې لازم اقدامات کوی.

۱۱٫هره میاشت د ټولو ګمرکونو تخنیکی ارزونه کیږی، هغه ستونزی، چی په ګمرکونو کی شتون لری د حل لپاره ئې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوری د ولایتی ګمرکونو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکول کیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید